د سوریې پر ځمكنۍ بشپړتيا ټينګار

د سوريې د ملي ډيالوګ په غونډه كې چې د روسيې د سوچي په ښار كې پاى ته ورسېدله، ددې هېواد پر ځمكنۍ بشپړتيا باندې تينګار وشو.

900215
د سوریې پر ځمكنۍ بشپړتيا ټينګار

 

د سوريې د ملي ډيالوګ په غونډه كې چې د روسيې د سوچي په ښار كې پاى ته ورسېدله، ددې هېواد پر ځمكنۍ بشپړتيا باندې تينګار وشو.

د غونډې د پاى په اعلاميه كې راغلي دي چې په سوريه كې خلك د خپلې راتلونكې لپاره د ټاكنو له لارې پرېكړه كوي. په سوريه كې د سياسي حل لارې په موخه د اړوندو عملي ګامونو پر سر سلا مشورې وشوې.

د سوچي د غونډې په پاى كې د خپرې شوې اعلاميې پر اساس ددې هېواد اوردو بايد خپلې پولې د ترهګرو او بهرنيو ځواكونو پر وړاندې وساتي او پدې برخه كې خپلې دندې ته دوام وركړي. په اعلاميه كې راغلي دي چې د توكمي او ديني توپير پرته د سوريې ټول خلك سره مساوي حقونه لري.

د غونډې د پاى په اعلاميه كې د نوي اساسي قانون د تصويب په موخه د ۱۵۰ كسيزې كمېټې د جوړېدلو پرېكړه وشوه چې په پايله كې د ۷ كلنې جګړې د پاى ته رسولو په موخه د ټاكنو پر ترسره كېدلو ټينګار شوى دى.



اړوند خبرونه