عراق پلازمینه بغداد دوو زورورو چاودنو ولړزوله.
په بغداد کې غبرګې چاودنې وشوې
888142
عراق پلازمینه بغداد دوو زورورو چاودنو ولړزوله.
نن د سهار په ساعتونو کې د عراق په پلازمینه بغداد کې زوروره چاودنه وشوه.
د لومړنۍ چاودنې نه څو شیبې وروسته دویمه چاودنه وشوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په لومړنۍ چاودنه کې ۶ تنه مړه او یو زیات شمیر کسان ټپیان شول.
همداشان په دویمه چاودنه کې بیا ۱۶ تنه مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.
د چاودنو مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د بغداد امنیتي چارواکیو ویلي دي چې لومړنی ځانمرګی برید د الطیاران په میدان کې چیرته چې کارګران د کارموندنې په موخه راټولیږي رامنځته شوی دی.
څو شیبې وروسته دویم ځانمرګی برید هم رامنځته شو. په دواړو بریدونو کې تر ۸۰ تنو ډیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.