د ایران لخوا پر ټولو مسلمانانو غږ!

د ايران ولسمشر حسن روحاني د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د بيت المقدس د ښار په اړه د پلانونو پر وړاندې د نړۍ پر ټولو مسلمانانو باندې د يووالي غږ وكړ.

861982
د ایران لخوا پر ټولو مسلمانانو غږ!

 

 

روحاني چې په تهران كې د دولتي ټلوېزيون له لارې خبرې كولې، د بيت المقدس د ښار په اړه د امريكا د شومو پلانونو او ناولو لوبو د پاى ته رسولو لپاره وخت وركړ.

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ څرګنده كړې وه چې په اسراييلو كې ددې هېواد د سفارت ودانۍ به د تل ابيب له ښاره بيت المقدس ته ولېږدوي او پدې ډول به دا ښار د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه وپېژني.

روحاني د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په خطاب كې وويل چې اجازه دې نه وركوي چې دا شوم پلان خپلې موخې ته ورسيږي.

روحاني همداراز د نوم د  اخيستلو پرته پر سعودي عربستان باندې د نيوكې سره وويل چې په منځني ختيځ كې ځينې هېوادونه په بې شرمانه توګه غواړي چې په پټه د اسراييلو سره اړيكې ټينګې كړي.

د بله پلوه امريكا ددې شوم پلان پر وړاندې د تركيې په ګډون د نړۍ يو زيات شمېر هېوادونو غبرګون ښود.

ولسمشر اردوغان وويل چې ددې پلان د عملي كېدلو په صورت كې به د اسراييلو سره د تركيې اړيكې وشلېږي.

عربي ټولنې هم څرګنده كړه چې دا پلان په منځني ختيځ كې د سولې خبرو اترو ته زيان رسوي.



اړوند خبرونه