اسراییلو د وزیر د څرګندونو په اړه د مصري وزیر سخت غبرګون
د مصر د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو د ټولنیزو مساواتو د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو د ټولنیزو مساواتو د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر سمیح شکري وویل چې د هیواد یو ولیشت خاوره به چاته ورنکړي.
هغه دا څرګندونې د اسراییلو د ټولنیزو مساواتو د چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي وو د مصر سینا ټاپو د فلسطیني دولت د جوړولو او فلسطینیانو د ځای په ځای کولو لپاره تر ټولو مناسب ځای دی وکړې.
وزیر شکري وویل چې د مصر هر ولیشت خاوره د هیواد د اتلانو او شهیدانو په وینه سره ده. د مصر د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت پر خلاف هر ډول څرګندونې چې د هر چا لخوا وشي په کلکه توګه ردو. مصر به د سینا یوه ولیشت خاوره هم چاته ورنکړي او هیچا ته به پدې سیمه د بریدونو اجازه هم ورنکړو.
د یادولو وړ ده چې د روان کال د فبروري په میاشت کې د اسراییلو د دولت وزیر ایوب قره ویلي وو چې د مصر ولسمشر سیسي اسراییلو راځۍ چې فلسطینیان د سینا په ټاپو کې ځای په ځای کړو او دلته ورته دولت جوړ کړو وړاندیز کړی وو. نوموړي ویلي دي چې سیسي غوښتل چې د دوو دولتونو د حل لارې په خاطر پدې اړه امریکا او اسراییلو ته خپل پلان وړاندې کړي.
خو د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر او مصري چارواکیو دا ادعا رد کړې وه .
د اسراییلي وزیر ددې څرګندونو نه وروسته د فلسطین ټولو سیاسي او عسکري ډلو ددې وړاندیز سره سخت مخالفت څرګند کړ.
همداشان ددینه وروسته د اسراییلو د ټولنیزو مساواتو وزیر هم دا مسله رابرسیره کړه او وویل چې دا به تر ټولو غوره حل لاره وي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلي وزیر د څرګندونو په جواب کې وویل چې د مصر یوه ولیشت خاوره به هم چاته ورنکړي.