سعودي ته د اسراييلو لخوا د نظامي همكارۍ وړانديز
د اسراييلو د وسله وال پوځ لوى درستيز ګادي ايسنكوت سعودي عربستان ته د نظامي همكارۍ وړانديز وكړ.
ايسنكوت چې په سعودي كې يوې ورځپاڼې سره مركه كوله وويل چې `` د ايران پر وړاندې د سعودي عربستان او نورو معتدلو عربي هېوادونو سره د خپلو تجاربو او استخباراتو شريكولو ته تيار يو.``
ايسنكوت زياته كړه چې`` د سعودي عربستان او اسراييلو ترمېنځ ايتلاف د دواړو په ګټه دى. د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ه مشرۍ په سيمه كې د نوي نړيوال اتفاق د رامنځته كېدلو فرصت شته دى. د ايران د ګواښ د لمنځه وړلو په موخه د هر اړخيز ستراتيژيك پلان عملي كولو ته اړتيا لرو.``
ايسنكوت لومړنى اسراييلي نظام مقام دى چې د سعودي د ورځپاڼې سره مركه كوي. د نوموړي په وينا په منځني ختيځ كې د ايران نفوذ د سعودي او اسراييلو دواړو لپاره د اندېښنې سرچينه ده.
د ايران په اړه د سعودي عربستان اندېښنې د اسراييلو د اندېښنو سره يو شان دي. پدې برخه كې د سعوديانو او اسرايليانو ترمېنځ مطابقت موجود دى.