د سعودي عربستان پاچا  تخت  خپل زوی ته  پریږدي.

د انګلستان د ډیلي میل ورځپاڼې ادعا کړې چې د سعودي پاچا په راتلوونکي اوونۍ کې خپل دنده خپل زوی ته پریږدي

849486
د سعودي عربستان پاچا  تخت  خپل زوی ته  پریږدي.

د سعودي عربستان پاچا  تخت  خپل زوی ته  پریږدي.

دا  ادعا  د انګلستان د ډیلي میل  ورځپاڼې  کړې ده. د انګلستان د ډیلي میل ورځپاڼې  د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د یوې ډیرې نږدې سرچینې له قوله  ویلي دي چې  د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  په راتلوونکي اوونۍ کې خپل تخت  خپل  زوی ۳۲  کلن ولیعهد شهزاده  محمد بن سلمان ته  پریږدي.

په خبر کې  سرچینې له قوله لیکل شوي دي چې  ملک سلمان غواړي چې ددینه وروسته په سعودي عربستان کې  د انګلستان د ملکې په څیر  رول  په غاړه واخلي.

د یادولو وړ ده چې  دا پرمختګ پداسې حال کې  رامنځته کیږي چې  د سعودي عربستان  ولیعهد شهزاده  محمد بن سلمان  د روانې میاشتې په ترڅ کې  تر ۴۰ ډیر  شهزادګان ، ډیر مهم مهم شتمن کسان   او پخواني چارواکي  د فساد په تور  ونیول  .

ډیلي میل  ورځپاڼې  ویلي دي چې  ولیعهد شهزاده  محمد بن سلمان  غواړي چې  په تخت د کیناستو  نه سمدلاسه وروسته  په سیمه کې د خپل  مهم رقیب هیواد  ایران پر خلاف  سیاستونو ته  ډیره پاملرنه وکړي.



اړوند خبرونه