حریري : په نږدې ورځو کې هیواد ته ستنیږم

د لبنان پخواني لومړي وزیر سعد حریري  د استعفا ورکولو نه وروسته د لومړي ځل لپاره یو تلویزیوني کانال سره مرکه وکړه.

845965
حریري : په نږدې ورځو کې هیواد ته ستنیږم

د لبنان پخواني لومړي وزیر سعد حریري  د استعفا ورکولو نه وروسته د لومړي ځل لپاره یو تلویزیوني کانال سره مرکه وکړه.

د لبنان  لومړي وزیر سعد حریري  د نوامبر په ۴مه نیټه خپل استعفا  سعودي ته د ترسره کړي سفر پر مهال اعلان کړه.

هغه  د فیوچر په نامه  د تلویزیون چې  د پلار لخوا يي  جوړ شوی دی مرکه وکړه. سعد حریري  هغه ادعاوې  بې بڼسټه  وبللې چې ګواکې  د سعودي عربستان لخوا په نظر بندۍ کې قرار لري. هغه وویل چې  ازاد  یم  او په نږدې ورځو کې خپل هیواد ته  ستنیږم.

هغه وویل چې هر ډول ازادي لرم. که چیرې  سبا وغوام  هر چیرته  سفر کولی شم. هغه وویل پدې هم  ښه پوهیږي چې استعفا يي په غیرې عادي توګه  اعلان کړه. هغه ویلي دي چې د ځان د ساتنې په خاطر يي استعفا کړې ده .

سعد حریري وویل که چیرې د حزب الله ډله د سیمه یزو  نښتو نه لاس واخلي  او ددې جګړو نه بهر  شي  کیدای شي چې  په خپلې استعفا  بیا کتنه وکړي  او لاس ترینه واخلي.

هغه وویل چې د سعودي د ولیعهد شهزاده سره  ډیرې ښې اړیکي لري او هغه ورته د ورور  په څیر  ګران  دی. هغه هم  ماته د ورور په سترګه ګوري.



اړوند خبرونه