په سعودي کې د نیول شوو شهزادګانو او چارواکیو بانکي حسابونه کنګل شول

سعودي عربستان  د ټولو هغه شهزادګانو او پخوانیو وزیرانو په ګډون د کسانو چې د فساد په تورن نیولي دي  بانکي حسابونه  کنګل کړل.

842898
په سعودي کې د نیول شوو شهزادګانو او چارواکیو بانکي حسابونه کنګل شول

سعودي عربستان  د ټولو هغه شهزادګانو او پخوانیو وزیرانو په ګډون د کسانو چې د فساد په تورن نیولي دي  بانکي حسابونه  کنګل کړل.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس  د خبر له مخې  دا اقدام  د لوی څارنوالۍ د غوښتنې له مخې شوی دی.

د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې  د لوی څارنوالۍ د هدایت له مخې  د ټولو هغه شهزادګانو، پخوانیو او اوسنیو جګپوړو چارواکیو او نامتو  شتمنو  بانکي حسابونه  چې  د فساد په تور نیول شوي دي کنګل شوي دي.

ویل کیږي  په لومړني پړاو کې  یواځې  د نیول شوو کسانو شخصي حسابونه  کنګل شوی دي.

د سعودي عربستان  لوی  څارنوالۍ پدې اړه  ټولو اړوند اداراتو ته  مکتبونه  استولي او ویلي دي چې  د نیول شوو ټولو کسانو  شخصي بانکونه حسابونه  کنګل شوي دي.

سعودي عربستان حکومت په هیواد کې د فعالیت کوونکو ټولو  بهرنیو پانګه والو غږ کړی دی چې ددې پریکړې نه به اغیزمن نشي. دوې کولی شي چې خپلو فعالیتونو ته د پخوا په څیر  دوام وکړي او د هیواد نه بهر او دننه د پیسو لیږد او رالیږد په عادي توګه ترسره کړي.  



اړوند خبرونه