داعش اوس له ښځو مرسته غواړي!
د داعش ترهګرې ډلې چې په سوريې او عراق كې يې تر كنترول لاندې خاوره له لاسه وركړې ده، د يوې اعلاميې په خپرولو سره له ښځو مرسته وغوښتله.
832786
داعش د يوې انټرنيټي پاڼې له لارې په په خپره كړې اعلاميه كې د جګړې روان حالت ته په اشارې سره ليكلي دي چې ``اوس ددې اړتيا ده چې ښځې هم وسلې واخلي او جهاد وكړي.``
`` په وسله وال جهاد كې د ښځو دنده`` تر عنوان لاندې په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي ښځې هم بايد د خداى ج په لار كې وسله پورته كړي او د خپل دين د ساتنې په موخه وسله واله مبارزه وكړي.``
شنونكي وايي چې داعش تر اوسه پورې په وسله والو نښتو كې له ښځو نه د ګټې پورته كولو په برخه كې زړه نا زړه و خو روان حالت د دوى ماتېدل په ګوته كوي.
د ترهګرۍ سره د مبارزې مركز چې د امريكا د متحدو ايالتونو د نظامي اكاډيمۍ اړوند فعاليت لري د تېر اګست په مياشت كې د په يو راپور كې ليكلي دي چې داعش هڅه كوي چې له ښځو د ځانمرګو بريدګرو په توګه ګټه پورته كړي.