د عراق پوځ د کرکوک ښار په کامله توګه د نیولو نه وروسته د سینجار ښار هم ونیو.
عراقي پوځونو کوردانو ته سخته ماته ورکړه
د عراق پوځ د کرکوک ښار په کامله توګه د نیولو نه وروسته د سینجار ښار هم ونیو.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي وویل چې د عراق وسله والو ځواکونو د کرکوک ښآر او شاوخوا سیمو کنټرول په خپل لاس کې ونیو او په سیمه کې امنیت ټینګ کړ.
عبادي وویل چې په نږدې ورځو کې به د کرکوک نه لیدنه وکړي.
د ویلو ده چې د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې لخوا د سپټمبر په ۲۵ مه نيټه د عراق نه د جلا کیدو او خپلواکۍ د اعلانولو په خاطر په غیرې مشروع توګه ټولپوښتنه وکړه.
د فدرالي ادارې پدې ټولپوښتنه کې د کرکوک ښار هم شامل کړی وو. د عراق مرکزي حکومت د کوردانو د فدرالي ادارې دا اقدام په کلکه توګه وغنده او وویل چې په هیڅډول به يي ونه مني.
همداشان د فدرالي ادارې او مرکزي حکومت ترمنځه د شخړې دوام درلود چې مرکزي حکومت وسله والو ځواکونو وړمه شپه کرکوک ښار ته ننوتل او پرون يي ټول ښار تر خپل کنټرول لاندې ونیو. د فدرالي ادارې پيشمرګه ځواکونه ټول د کرکوک ښار نه په شا شول چې دې مسلې د فدرالي ادارې په منځ کې هم ستونزې رامنځته کړي دي.
د عراق مرکزي دولت وسله والو ځواکونو د کرکوک ښار د نفتو ټول کوهیان، عسکري هدې، د نفتو د تصفیې مرکزونه او دولتي ادارات د خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
د عراق لومړي وزیر د کرکوک ښار لپاره نوی والي هم وټاکه. د کرکوک پخوانی والي چې ښار يي کوردانو ته تسلیم کړی وو او ټولپوښتنه کې شامل کړی وو یو څه موده مخکې د لومړي وزیر لخوا له دندې ګوښه کړی شوی وو خو په زور سره يي خپلې دندې ته دوام ورکولو.
د کرکوک ښار د نیولو نه وروسته په ښار د ترکمنانو بیرغ وځوړول شو. دا پریکړه په ښار کې د عربانو، ترکمنانو او کوردانو لخوا په ګډه توګه وشوه.
د بله پلوه په کرکوک کې د پیشمرګه ځواکونو او عراقي سرتیرو ترمنځه په نښته کې د لسو تنو پيشمرګه ځواکونو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د عراق پوځونو د کرکوک نه وروسته د سینجار ښار هم د پیشمرګه ځواکونو نه ونیو.