ملګروملتونو  سازمان په سوري کډوالو تاریخ تیرې  خوراکي مواد  ویشلي دي.

په سوري کډوالو تاریخ تیرې خواړه ویشل شوي دي

826040
ملګروملتونو  سازمان په سوري کډوالو تاریخ تیرې  خوراکي مواد  ویشلي دي.

ملګروملتونو  سازمان په سوري کډوالو تاریخ تیرې  خوراکي مواد  ویشلي دي.

د ملګروملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام  په سوریه کې د العمل د کډوالو په کمپ کې  په سوري کډوال تاریخ تیري  خوراکي مواد  ویشلي دي. ویل کیږي  ډیر کډوال  د تاریخ تیرو کانسروا د خوړو له امله  مسموم شوي دي.

د یاد شوي کمپ اوسیدونکي وايي  چې  اوږده موده کیږي چې  مرسته  ورسره  ندي شوي . اوس چې کومې مرستې راغلي دي هغه هم تاریخ  تیري دي.

په میلیونونو تنه  سوري وګړي  په هیواد کې د تیرو شپږو کلونو راهیسې  د کورنۍ جګړې له امله  د ژوندي پاتې کیدو په خاطر  یا د هیواد نه بهر  او یا هم  پخپله   د هیواد په دننه  کډوال شوي دي.

پداسې حال کې چې لویدیځې نړۍ  د سوریې په روان حالاتو  سترګې پټې کړي  خو کله چې  سوري کډوالو سره مرستې کوي پدې کې هم  د نړۍ  او سوري کډوالو په سترګو کې خاورې اچوي.

د ملګروملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام  په سوریه کې د العمل په کمپ کې په کډوالو تاریخ تیرې کانسرواګانې  ویشلي دي. ډیری  کډوال  د نوموړو کانسرواګانو د خوړو له امله  مسموم شوي او په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام  د نوموړې  پیښې په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .

د کمپ  میشتو کډوال  د نوموړې پیښې نه وروسته  سخت غبرګون وښود. د کمپ اوسیدونکو ویلي دي چې اوږده موده کیږي چې دوی ته هیڅډول مرستې نوې رسیدلې. اوس چې  مرستې  راورسیدې هغه هم  تاریخ  تیرې  دي.



اړوند خبرونه