د يو نوي نړيوال كړكېچ پيلامه
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ اعلان وكړ چې د ايران د اتومي لانجې په اړه لاسليك شوى تړون يې په يو اړخيز ډول لغوه او كانګرس ته لېږلى دى.
د يو نوي نړيوال كړكېچ پيلامه
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ اعلان وكړ چې د ايران د اتومي لانجې په اړه لاسليك شوى تړون يې په يو اړخيز ډول لغوه او كانګرس ته لېږلى دى. د ټرمپ په وينا كه چېرې د كانګرس سره د اتومي لانجې د تړون پر سر سلا نشي نو په ټوليزه توګه به دا تړون لغوه كړي.
ټرمپ همداراز د ايران د انقلاب د ساتونكو ځواكونو سازمان هم د بنديزونو په لست كې شامل كړ.
ټرمپ په سپينه ماڼۍ كې د څرګندونو په ترڅ كې وويل چې ايران د يو ستخدريځي رژيم تر كنترول لاندې دى او د دولت په لاس ترهګري كوي.
ټرمپ زياته كړه چې د ايران د رژيم د فعاليتونو د محدودولو او اتومي او كيمياوي وسلو ته د لاس رسي د مخنيوي په موخه د انقلاب ساتونكي ځواكونه د بنديزونو په لست كې شامل كړى دى. د ټرمپ په وينا غواړي چې د اتومي لانجې پر تړون له سره غور وشي او پر ايران نوي بنديزونه ولګول شي. ټاكل شوې ده چې په نږدې راتلونكې كې په پرې بنديزونه ولګول شي.
د ټرمپ په وينا د انقلاب ساتونكي ځواكونه د سوريې په ګډون په منځني ختيځ كې د ترهګرو ډلو سره همكاري كوي.
د ټرمپ په وينا د ايران سره د اتومي لانجې پر سر لاسليك شوى تړون به د امريكا كانګرس يو ځل بيا وڅېړي.
دا په داسې حال كې چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت اعلان وكړ چې د امريكا لخوا د ترهګرو ډلو په لست كې د انقلاب د ساتونكو ځواكونو شاملول به د جګړې لامل شي.
د بله پلوه نن د ايران د پارلمان وياند ګواښ وكړ ``كه چېرې امريكا دا تړون لغوه كړي نو دا به د هغوى پاى وي.``
نوموړي څرګنده كړه چې كه چېرې امريكا په يو اړخيزه توګه دا تړون لغوه كړي نو دا به نړيوال كړكېچ ته لار پرانيزي. ددې په پايله كې به دا اشتباه د امريكا پاى ته لار پرانيزي.
وياند همداراز وويل چې تهران پدې برخه كې د مسكو رول ته اهميت وركوي.
د ايران د اتومي لانجې پر سر د امريكا د پخواني ولسمشر باراك اوباما د واكمنۍ پر مهال تړون د ملګرو متلونو د شپږ دايمي غړو او جرمني لخوا د ايران سره لاسليك شوى و، چې له مخې يې پر ايران باندې د لګېدلو بنديزونو يوه برخه لرې شوې وه.
ډانلډ ټرمپ په وار وار د ايران سره په لاسليك شوي تړون باندې نيوكې كړي دي. حتى نوموړي ګواښ وكړ چې دا تړون به د امريكا لخوا په يو اړخيز ډول لغوه كړي.