تركيې په عراق كې د كردانو سيمې پر الوتنو بنديز ولګولو
تركيې د عراق په شمال كې د كردانو د سيمه ايزې ادارې لخوا د تش په نامه او غير قانوني ټولپوښتنې نه وروسته ددې سيمې ښارونو ته پر الوتنو بنديز ولګولو.
815589
په اربيل كې د تركيې قونسلګرۍ اعلان وكړ چې د راتلونكې جمعې د ورځې وروسته به د سليمانيې او اربيل ښارونو ته د تركيې د مسافر وړونكو الوتكو سفرونه وځنډول شي.
پدې ډول د تركيې درې هوايي شركتونه چې اوسمهال دې ښارونو ته الوتنې لري، د جمعې تر ورځې وروسته نور نشي كولاى چې دې ښارونو ته لاړې شي.
دا پرېكړه وروسته له هغې وشوه چې د عراق د مركزي ادارې لومړي وزير حيدر العبادي په شمال كې د كردانو د سيمه ايزې ادارې نه غوښتنه كړې وه چې د هوايي ډګرونو د تنظيم چارې دې مركزي حكومت ته وسپاري.
د تركيې سربېره د ايران، اردن، لبنان او مصر هېوادونو هم سليمانيې او اربيل ته خپلې الوتنې ځنډولې وې.