د مصر پر وړاندې د قرضاوي ستر بری
د اسلامي نړۍ نامتو دیني عالم او د مسلمانو علماو د شورا مشر محمد یوسف القرضاوي د مصر د کودتاچي رژیم پر وړاندې د پام وړ بری ترلاسه کړی دی.
804387
د انټرپول د نړيوالې ادارې چې د نړۍ په سطحه د مجرمینو د نيولو په برخه کې کار کوي، د مصر د کودتاچي رژیم لخوا د محمد یوسف القرضاوي د نیول کېدلو غوښتنه رد کړه.
نامتو مصري عالم قرضاوي چې به عین حال کې د نړۍ د مسلمانو علماو د شورا مشري هم پر غاړه لري او اوسمهال په قطر کې مېشت دی، د عبدالفتاح السیسي په مشرۍ د مصر د کودتاچي رژیم لخوا یې انټرپول ته د نیول کېدلو غوښتنه شوې وه.
دې ادارې څرګنده کړه چې د اړوندو تحقیقاتو په پایله کې څرګنده شوه چې د قرضاوي په ګډون هغه ټول کسان بېګناه دي چې د مصر د دولت لخوا یې د نیول کېدلو غوښتنه شوې ده.
به انګلستان کې د بشري حقونو د عربي ټولنې لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلامیه کې د انټرپول ددې پرېکړې هرکلی شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي چې دا پرېکړه د مصر د قاتل، او زورونکي رژیم پر وړاندی لوی بری دی.