پر سوريې د اسراييلو بريد
د اسراييلو هوايي ځواكونو د سوريې د حما په ښار كې د بشار اسد د رژيم پر ځواكونو باندې هوايي بريد وكړ.
802790
د اسراييلو هوايي ځواكونو د سوريې د حما په ښار كې د بشار اسد د رژيم پر ځواكونو باندې هوايي بريد وكړ.
د لومړنيو معلوماتو له مخې په بريد كې لږ تر لږه ۲ سرتيري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د سوريې د رسمي خبري آژانس سانا د معلوماتو پر اساس اسراييلي جنګي جټ الوتكو د لبنان له هوايي حريمه د سوريې د حما د ښار په مربوطاتو كې د رژيم د ځواكونو پر يوې هډې باندې هوايي بريد وكړ.
تر اوسه پورې اسراييلي چارواكو د بريد په اړه څه نه دي ويلي خو سوريې دا بريد په كلكو ټكو غندلى دى.
دا لا هم معلومه نه ده چې دا بريد ولې ترسره شوى دى.