په سعودي عربستان كې حاجيان مړه شوي

سعودي عربستان د چارواكو د معلوماتو له مخې سږ كال د حج د فريضي د ادا كولو په موخه د راغلو مسلمانانو نه ۳۱ تنه مړه شوي دي.

789843
په سعودي عربستان كې حاجيان مړه شوي

 

د سعودي عربستان د چارواكو د معلوماتو له مخې سږ كال د حج د فريضي د ادا كولو په موخه د راغلو مسلمانانو نه ۳۱ تنه مړه شوي دي.

ددې هېواد رسمي خبري آژانس د معلوماتو پر اساس په ټول هېواد كې د حج د فريضې د ادا كولو په موخه د راغلو مسلمانانو نه ۳۱ تنه يې مړه شوي دي.

چارواكو د مړو شوو كسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي خو ويل كيږي چې د بېلابېلو ناروغيو په پايله كې يو شمېر حاجيانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.

ويل كيږي چې تر اوسه پورې سعودي عربستان ته څه باندې ۶۲۵ زره كسان تللي دي او دا شمېره د هرې ورځې په تېرېدلو سره لوړيږي.

د رسمي شمېرو له مخې تېر كال د حج د فريضې د ادا كولو په موخه ۱،۹ ميليونه مسلمانانو سعودي عربستان ته سفر كړى وو.


پيوندونه: #سعودي عربستان

اړوند خبرونه