اسراييلو د الجزيرې د دفتر د تړلو پرېكړه وكړه
د اسراييلو حكومت د بيت المقدس په ښار كې د الجزيرې د جهاني شبكې دفتر تړل كيږي.
785469
د اسراييلو د اړيكو وزير ايوب كارا څرګنده كړه چې په بيت المقدس كې د الجزيرې د ټلوېزيون دفتر به وتړل شي. د نوموړي په وينا دا شبكه د اسراييلو پر وړاندې د پروپاګند په كولو سره خلك تحريكوي. نوموړي كه څه هم نه دي ويلي چې دا دفتر به څه وخت تړل كيږي خو ويل كيږي چې د سعودي عربستان، مصر، كوېټ او متحده عربي اماراتو نه وروسته اسراييل څلورم هېواد دى چې د الجزيرې پر فعاليت محدوديتونه لګوي.
د بله پلوه د الجزيرې د ټلوېزيون يو تن چارواكي د اسراييلو لخوا لګېدلي تورونه رد كړل او څرګنده يې كړه چې په سيمه كې به خپل فعاليت ته دوام وركړي.