عربستان د حج له مراسمو څومره پېسې ګټي؟

سعودي عربستان هر كال د ميليونونو كسانو چې د حج او عمرې د ادا كولو لپاره نوموړي هېواد ته ځي، كوربه توب كوي. د حج او عمرې مراسم د ديني عبادت او سياسي ارزښت سربېره د پام وړ اقتصادي ګټه هم لري.

781824
عربستان د حج له مراسمو څومره پېسې ګټي؟

 

سعودي عربستان هر كال د ميليونونو كسانو چې د حج او عمرې د ادا كولو لپاره نوموړي هېواد ته ځي، كوربه توب كوي. د حج او عمرې مراسم د ديني عبادت او سياسي ارزښت سربېره د پام وړ اقتصادي ګټه هم لري.

د بي بي سي فارسي د خبر پر اساس يواځې په ۲۰۱۶م كال كې شاوخوا ۸ ميليونه او ۳۰۰ زره كسانو د حج او عمرې د ادا كولو په موخه له سعودي عربستانه ليدنه كړې ده. تېر كال ۱،۹ ميليونه تنو د فرضي يا تمتع حج د ادا كولو او تر ۶ ميليونو زياتو كسانو د عمرې د ادا كولو لپاره دې هېواد ته سفر كړى دى.

په اوسط ډول هر كال د تمتع د حج د ادا كولو په موخه ۲،۵ ميليونه مسلمانان دې هېواد ته سفر كوي چې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه هر هېواد ځانګړې سهميه لري.

د عمرې د حج د ادا كولو په موخه د مسلمانانو شمېره هر كال زياتيږي. شاوخوا ۷ كاله وړاندې دا شمېره په كال كې ۴ ميليونه كسان وو چې اوس نږدې ۶ ميليونو ته رسېدلي دي. سعودي مقامات په پام كې لري چې د راتلونكو ۴ كلونو په اوږدو كې دا شمېره په كال كې ۱۲ ميليونو كسانو ورسوي.

د حج او عمرې ادا كوونكي مسلمانان د بله پلوه د سعودي اقتصاد ته ځانګړې ګټه هم رسوي. تېر كال ۸ ميليونو زيارت كوونكو په سعودي عربستان كې ۲۳ ميليارده ډالره لګښت كړى دى چې د سعودي د حكومت لپاره يې خالصه ګټه ۱۲ ميليارده ډالره وه.

دا په داسې حال كې ده چې حاجيان هر كال په ميلياردونو ډالر د سعودي عربستان په بازارونو كې لګوي. كه څه هم دا پېسې د سعودي په عوايدو كې نه حسابيږي خو ددې هېواد د اقتصادي پرمختګ سره مرسته كوي.


پيوندونه: #حج , #سعودي عربستان

اړوند خبرونه