قطر د سعودي په مشرۍ د ۴ عربي هیوادونو غوښتنه رد کړ
قطر یو ځل بیا د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج د څلورو هیوادونو شرطونه رد کړل.
قطر یو ځل بیا د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج د څلورو هیوادونو شرطونه رد کړل.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ال ثاني په مشروط ډول د سعودي په مشرۍ د څلورو عربي هیوادونو د ډیالوګ وړاندیز رد کړ.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو ، مصر او بحرین د بهرنیو چارو وزیران پرون په بحرین کې سره راټول شول. نوموړو د قطر سره د مذاکراتو د پیلولو په خاطر نوي شرطونه وړاندې کړل.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني وویل چې ټول پدې ښه پوهیږي چې د سعودي په مشرۍ د نوموړو ۴ هیوادونو لخوا په قطر لګول شوي ټول بندیزونه د نړۍوالو حقوقو او اوصولو سره په ټکر کې دي. هغه دا څرګندونې د الجزیرې تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه وویل « مذاکرات چې په مشروط ډول وي هغه مذاکرات ندي. په هرو مذاکراتو کې چې د شرطونو مسله شتون ولري د هغه نه نتیجه اخیستل ناممکنه خبره ده.»
هغه زیاته کړه چې قطر د یو داسې حل لارې پلوي کوي چې ددوې خپلواکۍ او استقلال ته کوم زیان ونه رسوي.
قطر خپلواکه هیواد دی.