د سعودي عربستان او قطر ترمنځه یو بل جنجال رامنځته شو.
سعودي عربستان وايي چې د قطري حاجیانو پر وړانډې هیڅډول خنډ شتون نلري
د سعودي عربستان او قطر ترمنځه یو بل جنجال رامنځته شو.
سعودي عربستان ویلي دي چې د قطر دا غوښتنه په اصل کې د سعودي عربستان پر خلاف د جګړې اعلان دی.
سعودي عربستان قطر د مکې د ښار د نړۍوالي کولو د غوښتنې ادعا کړې ده . د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د قطر دا غوښتنه په اصل کې د سعودي پر خلاف د جګړې اعلان دی.
همداشان د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هغه ادعاګانې چې د قطري حاجیانو او زیارت کوونکو پر وړاندې خنډونه جوړیږي په کلکه توګه رد کړې او وویل « سعودي عربستان د نړۍ د نورو مسلمانانو په څیر په سپیڅله خاوره کې د قطري حاجیانو او زیارت کوونکو د کوربه توب له امله ډیر خوښ دی. هیڅ هیواد باید دې مسلې ته سیاسي بڼه ورنکړي او ددې مسلې به باید د سیاسي ګټو په برخه کې کار وانخلي . »
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر دا څرګندونې د العربیه تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
هغه د قطر لخوا د مکې ښار د نړۍوالي کولو په برخه کې د غوښتنې نه د سعودي عربستان پر خلاف د جګړې په توګه یادونه وکړه.
هغه زیاته کړه چې هیواد يي دا ډول فعالیتونو ته د ځواب ورکولو حق لري.
هغه د سعودي عربستان لخوا د قطري حاجیانو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو په اړه ادعاګانو ته ځواب ووایه.
الجبیر زیاته کړه چې دا ډول ادعاګانې په کامله توګه بې بڼسټه او غلطي دي. سعودي عربستان د نړۍ د ټولو مسلمانانو په څیر د قطر د وګړو نه په سپیڅلې خاوره کې د کوربه توب له امله د ممونیت اظهار کوي.
هغه زیاته کړه لکه څرنګه چې ټول پدې ښه پوهیږي سعودي عربستان تل د حج او عمرې د عبادت د پر ځای کولو په خاطر راغلو میلمنو او زیارت کوونکو ته ډیر ښه خدمت کړی او د هغوې لپاره يي هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي دي.
دې مسلې ته د سیاسي بڼې ورکول او د سیاسي ګټو په خاطر کار اخیستل په کلکه توګه ردوي. نورو ته هم ددې اجازه نه ورکوي.