د قطر د دفاع وزیر مهمې څرګندونې

د قطر د دفاع وزیر : کیدای شي چې د ترکیې نه وروسته وار د قطر وي.

772462
د قطر د دفاع وزیر مهمې څرګندونې

د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه وویل چې  کیدای شي چې ترکیې ته ورته کودتا  اقدام  په قطر کې هم  وشي.

هغه  زیاته کړه دا ځکه چې  قطر هم  د ترکیې په څیر په نړۍ کې  د مظلومانو د حق نه دفاع کوي  او د ظلم  پر وړاندې  مبارزه کوي.

د قطر د دفاع وزیر العطیه  دا څرګندونې  د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون  د نړۍوال تلویزیون سره  په ځانګرې مرکه کې وکړې.

هغه  په قطر  د سعودي عربستان په مشرۍ  د خلیج د ځینو هیوادونو لخوا د لګیدلې محاصرې نه  هم  یادونه وکړه.

هغه  زیاته کړه چې  یادو شوو هیوادونو   غوښتل چې  په قطر  خپلې غوښتنې  او شرطونه  تحمیل کړي چې ددې شرطونو نه  یو هم  په قطر کې د ترکیې د عسکري هډې په اړه وو.

د سعودي عربستان په مشرۍ  هیوادونو  د قطر نه د ترکیې د عسکري هډې د تړولو  غوښتنه وکړه چې  قطر  دا غوښتنه په کلکه توګه رد کړه.

هغه په ترکیه کې  د جولای پنځلمسه  د کودتا ناکام  اقدام ته په اشارې سره وویل « کیدای شي چې د ترکیې نه وروسته وار د قطر وي. په قطر کې هم  ورته  د کودتا ناکام  اقدام  ترسره شي. دا ځکه چې  قطر هم  د ترکیې په څیر په نړۍ کې د مظلومو انسانانو او په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ د حقونو نه  دفاع کوي. پدې برخه کې  با وقاره  او سرلوړی  دریځ  غوره کړی دی »

هغه وویل چې قطر په ترکیه کې  د کودتا ناکام  اقدام  د ډیر نږدې نه  تعقیبولو. که چیرې رښتیا ووایو  د قطر امیر لومړی  بهرنی ولسمشر وو چې په هغه ورځ يي  ولسمشر اردوغان سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

هغه وویل که چې « مونږ تل فکر کوو چې ایا د ترکیې نه وروسته  وار د قطر  دی. ځکه چې  قطر د هم ترکیې په څیر په نړۍ کې د مظلوم د حق نه دفاع کوي او د ظالم پر خلاف مبارزه. د همدې امله  کیدای شي چې ددینه وروسته  وار د قطر وي. »

پيوندونه: #ترکیه , #قطر , #کودتا

اړوند خبرونه