په مصر كې پر بهرنيو سيلانيانو د چړې بريد

د مصر په يو توريستي ښار كې پر بهرنيو سيلانيانو باندې د يو تن نامعلوم وسله وال لخوا د چړې د بريدونو په پايله كې لږ تر لږه دوه تنه سيلانيان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

771021

د مصر پوليس وايي چې بريدګر يې ژوندى نيولى دى.

د امنيتي ځواكونو د معلوماتو پر اساس وژل شوي سيلانيان د اوكراين د هېواد اوسېدونكي دي.

د كورنيو چارو د وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې ددې هېواد هورګادا په ښار كې د يو هوټل اړوند ساحل كې پر سيلانيانو باندې د چړې بريدونه شوي دي.

تر اوسه پورې د بريدګر د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي خو ځينې خبري سرچيني بيا ټينګار كوي چې هغه هم د اوكراين د هېواد اوسېدونكى دى.

د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

اړوند خبرونه