د سعودي په مشرۍ د هیوادونو په اړه د قطر سخت غبرګون
د قطر او سعودي په مشرۍ د هیوادونو ترمنځه بجران دوام لري
د قطر او سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج د هیوادونو ترمنځه روان کړکیچ د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ژوریدو دی.
قطر استازی تیره ورځ د عربي ټولنې په غونده کې په اعتراضي ډول د غونډې نه بهر شو.
د عربي ټولنې د معلوماتو وزیرانو تیره ورځ د مصر په پلازمینه قاهره کې غونډه وکړه.
په قاهره کې جوړه شوې د عربي ټولنې د معلوماتو د وزیرانو په ۴۸ مه غونډه کې د سعودي په مشرۍ د خلیج د هیوادونو او قطر د استازو ترمنځه لفظي مشاجره رامنځته شوه.
په عربي ټولنه کې د قطر دایمي استازي سیف بن مخدوم البنین په غونډه کې د سعودي عربستان د معلوماتو د کولتور د وزیر عواد بن صالح العواد او د بحرین د معلوماتو وزیر علي بن محمد الرومحي لخوا په الجزیرې تلویزیون د سختو نیوکو په غبرګون کې په اعتراضي ډول د غونډې نه بهر شو.
په غونډه کې لومړی د بحرین د معلوماتو وزیر الرومحي د الجزیرې تلویزیون په اړه وویل چې « الجزیرې تلویزیون د نشرانو سره په اصل کې د خلیج د هیوادونو امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی دی. الجزیرې تلویزیون بې بڼسټه او درواغ خبرونه خپروي. »
په غونډه کې د سعودي عربستان د معلوماتو او کولتور وزیر عواد بن صالح العواد هم د بحرین د وزیر په څرګندونو په تایید سره وویل چې « الجزیرې تلویزیون د شدت او افراطیت د خپرولو خپرونو ته باید د پای ټکی کیږدي. دا تلویزیون په عربي هیوادونو کې اوس هم خلک شدت او تاریخوالي ته رابولي.
په عربي ټولنه کې د قطر استازي د غونډې د ریس نه د ځواب ورکولو په خاطر د خبرو د وخت غوښتنه وکړه خو هغه ورته وخت ورنکړ.
د قطر استازی د ریس لخوا ورته د وخت د نه ورکولو په غبرګون کې له ځای پاسید او وویل « هر هغه څوک چې په الجزیرې ناحقه تورونه لګوي هغه په اصل کې په ضد اخلاقي کانالونو سترګې پتوي. » هغه وویل چې د نیوکو د ځواب ورکولو په خاطر د خبرو د وخت اخیستو حق لري خو له بده مرغه چې ورته نه ورکول کیږي.
هغه په اعتراضي ډول غونډه پریښوده او بهر راووت.
د بله پلوه د عربي ټولنې مشر په خپله وینا کې وویل چې په سیمه کې ځیني خبري ارګانونه د بحران په پارچو بدل شوي دي.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ ۴ هیوادونو قطر ته د وړاندې کړو شرطونو نه یو هم د الجزیرې خبري کانال د تړولو غوښتنه کړې ده .