سعودي عربستان په قطر د لګولو بندیزونو اصلي لامل اعلان کړ.
د سعودي او قطر ترمنځه کړکیچ دوام لري.
سعودي عربستان په قطر د لګولو بندیزونو اصلي لامل اعلان کړ.
سعودي عربستان ویلي دي چې په قطر د لګول شوو ټولو بندیزونو اصلي لامل د دوحې د ادارې هغه پلانونه او سیاستونه دي چې له مخې د سیمې د هیوادونو امنیت او استقرار د ګواښ سره مخامخ دی. د لګول شوو بندیزونو نه موخه بیا د دوحې د ادارې د دې ډول سیاستونو او پلانونو اصلاح په خاطر اوچت شوي مهم ګامونه دي.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د نوموړي هیواد پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په مشرۍ د جدې ښار د السلام په ماڼۍ کې د وزیرانو د شورا غونډه وشوه.
د سعودي پاچا ملک سلمان پدې غونده کې د خلیج او قطر ترمنځه د روان کړکیچ د حل په خاطر د کویټ د پاچا شیخ صباح د هلو ځلو نه قدرداني وکړه.
د سعودي عربستان دلته په خپله وینا کې وویل چې د قطر خلک د خلیج او عربي نړۍ اصیله او نه بیلیدونکې پارچه ده .
هغه ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر سره په ګده په قطر د لګول شوو اصلي لامل د قطر د حکومت د سیاستونو او پلانونو له امله د سیمې د هیوادونو امنیت او استقرار ته مخامخ ګواښونه دي.
د قطر حکومت غواړي چې ددې ډول پلانونو او سیاستونو سره د خلیج د همکارۍ شورا پارچه پارچه کړي او د سیمې د هیوادونو امنیت د ګواښ سره مخامخ کړي.
د سعودي پاچا د قطر حکومت یو ځل بیا د ګاونډیو او سیمې هیوادونو په کورنیو چارو کې په مداخلې تورن کړ.
هغه وویل چې په قطر د لګول شوو بندیزونو نه یواځنۍ موخه د نوموړي هیواد موجودو سیاستونو اصلاح ده. د دوحې اداره هر څه ژر د موجودو سیاستونو نه لاس په سر کول دي.
د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج ځینو هیوادونو په قطر ددوې په کورنیو چارو کې د مداخلې، د اخوان المسلمین او حماس د ډلو نه د ملاتړ او ایران سره د ښو اړیکو د درلودو له امله د جون په پنځمه نیټه سیاسي ، اقتصادي او تجاري بندیزونه ولګول. یاد شوو هیوادونو د قطر پر مخ هوايي او سمندري حریمونه او لویې لارې وتړلې.