د عراق حکومت په موصل ښار کې خپل بری رسمآ اعلان کړ
د عراق حکومت د داعش ترهګرې ډلې نه د موصل ښار په کامله توګه بیرته ونیو.
د عراق حکومت د داعش ترهګرې ډلې نه د موصل ښار په کامله توګه بیرته ونیو.
د عراق حکومت په موصل کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف خپل بری رسمآ اعلان کړ.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي په موصل کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف ستر بری پخپله اعلان کړ.
هغه دا بری د عراق د دولتي تلویزیون له لارې « د موصل د زړه نه خپل ستر بری ټولې نړۍ ته اعلانوم » د څرګندونو ته اعلان کړ.
البعادي وویل چې په موصل کې د خرافاتو دولت یعنې د داعش حاکمیت په کامله توګه له منځه تللې دی او موصل په بشپړه توګه ازاد شو.
العبادي په موصل کې د داعش پر خلاف د روانې مبارزې د بري په وینا کې د وسله والو ځواکونو او ټولو خلکو نه مننه وکړه او وسله والو ځواکونو ته يي ددې ستر ظفر له امله مبارکي وویله. العبادي ټولو هغه هیوادونو نه چې د داعش پر خلاف په مبارزه کې ددوې نه ملاتړ کړی مننه وکړه او زیاته کړه!
« دا ستر بری د عراق د اتلو وسله والو ځواکونو د سترو فداکاریو او پدې لاره کې د ډیرو زیاتو شهادتونو سره ترلاسه شوی دی. ډیر زیات اتل سرتیري شهیدان شوي او ټپیان شوي دي. دا په اصل کې د وحشت او ترهګرۍ پر وړانډې ترلاسه شوی بری دی.یو ځل بیا غواړم چې د علي سیستاني او ټولو امنیتي ځواکونو نه د زړه له کومې مننه وکړم. دا بری د عراقیانو د پلانونو او هلو ځلو په پایله کې ترلاسه شوی دی. د عراق خلک باید افتخار وکړي. د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ټولو هغه هیوادونو نه چې زمونږ سره يي د لوژیستیک، هوايي ځواکونو او هره برخه کې مرسته کړې او زمونږ نه يي پوره ملاتړ کړی مننه کوم.
عراق د پخوا په پرتله لا یو موټي دی. په مخکې ډیر کارونه لرو. د استقرار ټینګول، د یاد شوي ښار د زیربناګانو جوړول او د داعش د حجرو او پټنځایونو له منځه وړل. لکه څرنګه چې په ګډه مو د داعش پر خلاف مبارزه وکړه انشاالله چې دا ستونزې به هم په ګډه سره حل کړو. »
د عراق لومړي وزیر د خپلې وینا په پای کې د عراق بیرغ جګ کړ او ژوندی دې وي عراق شعار يي ورکړ.
د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د عراق تر ټولو لوی دویم ښار موصل ونیو.
د عراق پوځ د پیشمرګه ځواکونو او امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف په مرسته او ملاتړ د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه ه د موصل د ژغورنې په خاطر د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف ستر عملیات پیل کړ. د عراق پوځ د سلو ورځو په دننه کې د ښار ختیځه څنډه د داعش نه په کامله توګه وژغورله او روان میلادي کال د فبروري په ۱۹ مه نیټه يي د موصل د لویدیځې برخې د ژغورولو په خاطر په عملیاتو پيل وکړ.
د عراق پوځ په موصل ښار کې داعش ترهګرې ته ستر ګواز ورکړ او هغه ښار چې داعش پکې خلافت او تش په نامه اسلامي دولت اعلان کړی وو بیرته ونیو.