په کعبه شریفې د ترهګریز برید مخه ونیول شوه.
سعودي عربستان ویلي ترهګرو په کعبه شریف د ترهګریز برید پلان درلود
په کعبه شریفې د ترهګریز برید مخه ونیول شوه.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې په کعبه شریفې د احتمالي ترهګریز برید مخه ونیول شوه.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي وویل چې په کعبه شریفې پلان شوی ترهګریز برید شڼډ شو. هغه وویل ۳ ترهګرو ډلو چې دوو يي په مکه او یوې د جدې په ښار کې ترهګریز بریدونه پلان درلود د امنیتي ځواکونو د په وخت مداخلې له امله مخه يي ونیول شوه.
هغه وویل چې د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو د جدې ښار د اصیلا په سیمه کې د یوې ترهګرې ډلې په پټنځای چې بریدونو ته يي پوره تیاری نیولی وو چاپه واچوله. همداشان د مکه ښار د اجیاد المصافي په سیمه کې چې مسجدالحرام ته ډیره نږدې پرته ده هم د ترهګرې ډلې په غبرګو پټنځایونو چې برید ته يي پوره تیاری درلود چاپه واچوله.
هغه وویل چې د اجیاد په سیمه کې په یو کور کې پټ شوي ځانمرګي برید کوونکي چې کله امنیتي ځواکونه ولیدل لومړی په امنیتي ځواکونو ډزې وکړې . خو کله چې پوه شو چې نور يی څه د لاسه پوره ندي د ځانمرګی واسکټ يي وچولو. په پیښه کې د ۵ تنو پولیسو په ګډون نږدې لس تنه ټپیان شول.
هغه وویل چې پدې عملیاتو او چاپو کې د یوې ښځې په ګډون ۵ تنه ترهګر نیول شوي او څیړنې ترینه پیل شوي دي.