سعوديان حتى د قطر پر اوښانو هم رحم نه كوي!
د سعودي عربستان په مشرۍ د يو شمېر عربي هېوادونو لخوا د قطر پر هېواد د بنديزونو د لګولو په لړ كې دا ځل اوښان هم ترې اغېزمن شول.
757396
د سعودي عربستان په مشرۍ د يو شمېر عربي هېوادونو لخوا د قطر پر هېواد د بنديزونو د لګولو په لړ كې دا ځل اوښان هم ترې اغېزمن شول.
سعودي عربستان پرېكړه كړې ده چې پدې هېواد كې د قطريانو اړوند زرګونه اوښان له هېواده وشړي!
ويل كيږي چې دا اوښان د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ډيپلوماټيك كړكېچ د پيل سره سم د پولو د تړل كېدو پرمهال په سعودي عربستان كې پاتې شوي ول.
د دواړو هېوادونو پر پوله پرتې دښتې باندې د قطر د هېواد اړوند كوچيانو خپل اوښان څرول چې ځينې وختونه د سعودي عربستان خاورې ته هم اوښتل.
سعودي عربستان پرېكړه وكړه چې ټول قطري اوښان به له هېواده وشړي.