په سعودي عربستان کې په امنیتي ځواکونو بمي برید وشو.
د سعودي عربستان د القطیب په ښار کې په امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال بمي برید وشو.
په سعودي عربستان کې په امنیتي ځواکونو بمي برید وشو.
د سعودي عربستان د القطیب په ښار کې په امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال بمي برید وشو. په پيښه کې د سعودي عربستان د پوځ یو تن جګړن ژوند د لاسه ورکړ او دوه تنه سرتیري ټپیان شول.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هیواد په ختیځ کې د القطیف ښار د منصوره په کلي کې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو د ګزمې په موټر بمي برید وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په برید کې د جګړه طارق بن عبداللطیف الاقي ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د پیښې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د پیښې نه د ترروریسي پیښې په توګه یادونه شوې ده .
د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان د القطیف په ښار کې چې ډیری نفوس يي شیعه ګان دي او د یمن سره پولې ته نږدې موقعیت لري وخت نا وخته پکې په امنیتي ځواکونو بریدونه کیږي.