په غزه کې د ټرامپ پر خلاف مظاهره وشوه

حماس ډلې د ټرامپ لخوا د ترهګرو سازمانونو د نومونو سره یو ځای د حماس نوم اخیستل په کلکو ټکو وغندل

737422
په غزه کې د ټرامپ پر خلاف مظاهره وشوه

په غزه کې  د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  پر خلاف مظاهره وشوه.

د غزې په شمال کې  د جبلیه په کمپ کې  په سلګونو تنو  د ټرامپ لخوا حماس ډلې ته د ترهګرو سره  د تړاو ورکولو له امله  سخت غبرګون وښود او لاريون يي وکړ.

لاریون کوونکو  چې  د ټرامپ  پر خلاف شعارونه ورکول  ویل چي  ترهګر په اصل کې  د اسراییلو  دولت  دی چې د فلسطین  خاوره يي اشغال کړې ده.

د بله پلوه  د حماس د ډلې  یو تن چارواکي  محمد ابو عسکر  د ټرامپ  د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي « د ټرامپ  لخوا د حماس ډلې ته د ترهګرو سره تړاو ورکول  او یا د ترهګرو په توګه یادونه  په کلکو ټکو غندو. دا په ښکاره توګه  د اسراییلو پلوي کول  او د فلسطینیانو پر خلاف  د هغوې  اشغال  او تیرو ته  مشروعیت ورکول دي. »

ابو عسکر ویلي دي چې  د اسلام د ترور  د دین په توګه  د معرفي کولو هڅه  او پدې اړه  تبلیغات  د ټولو مسلمانانو پر خلاف  یو پلان  دی. هغه په ټولو مسلمانانو غږ وکړ چې  ددې ډول  چلند او دریځ پر خلاف غږ اوچت کړي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ  د سعودي په پلازمینه  ریاض کې  د امریاک عرب او اسلامي هیوادونو  سرمشریزې ته په وینا کې ویلي وو چې  د القاعدې، داعش، حزب الله او حماس په څیر  ډلو  سیمه  د ترهګرۍ د لوی ګواښ سره  مخامخ کړې ده .

د ټرامپ  دې څرګندونو  او د ترهګرو ډلو سره  یو ځای د حماس د ډلې  نوم اخیستل  د حماس د ډلې سخت غبرګون پارولی دی.


پيوندونه: #ټرامپ , #حماس , #مظاهره

اړوند خبرونه