عراق امریکا ته د پوځي هډې اجازه ورنکړه
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي وویل چې په هیواد کې به امریکا ته د پوځي هډې جوړولو ته اجازه ورنکړي.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي وویل چې په هیواد کې به امریکا ته د پوځي هډې جوړولو ته اجازه ورنکړي.
هغه دا څرګندونې په پلازمینه بغداد کې خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل چې امریکا په عراق کې د پوځي هډې د جوړولو غوښتنه وکړه خو مونږ يي غوښتنه رد کړه. په عراق کې د امریکا لخوا د پوځي هډې د جوړولو غوښتنه ونه منل شوه.
العبادي وویل چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو جنګي الوتکې په ګاونډیو هیوادونو کې د امریکا د پوځي هډو نه راځي. پخوا به په عراق کې پوځي هډې د امریکا لخوا اداره کیدې خو اوس د ټولو هډو اداره د عراقي ځواکونو په لاس کې ده.
العبادي په عراق کې د امریکايي سرتیرو د شمیرې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « امریکا دم ګړۍ په عراق کې ۵۲۰۰ تنه سرتیري لري خو دا سرتیري په مخامخو جګړو کې برخه نه اخلي. دا سرتیري یواځې د سلا مشورو، روزنې او عراقي ځواکونو د سمبال په برخه کې فعالیت کوي. »
هغه زیاته کړه چې په عراق کې د ۳ نه تر ۴ زرو تنو پورې د ایتلاف ځواکونه شتون لري.
هغه د عراق د کرکوک په ولایت کې د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرال ادارې د بیرغ ځوړول کیدو په اړه وویل « پدې اړه يي د کرکوک د والي، بغداد ته راغي د کوردانو د فدرال ادارې هیت او مشرانو سره خبرې کړي دي. هغوې ته مو په ښکاره توګه ویلي دي چې وخت د ستونزو او بې ځایه جنجالونو د رامنځته کولو ندی. د کرکوک د خلکو ترمنځه هر ډول نفاق جدي خطرات رامنځته کوي. هیله لرم چې په ستونزمندو سیمو کې دا ټول مشکلات حل کړو. »
هغه زیاته کړه چې دا ستونزې یواځې او یواځې د عراق د اساسي قانون او مذاکراتو له لارې د حل وړ دي . په شفافه توګه د مسلې د حل په خاطر طلايي فرصتونه لرو.جګړه او نښتې هیڅوخت د حل لار نده. د کرکوک په څیر یو ښار کې چې ځینې سیمې اوس هم د داعش تر کنټرول لاندې دي ټولپوښتنه د امکان وړ نده.
هغه وویل چې د عراق ویشل کیدو نه به اجازه ورنکړي. عراق خلک به هیڅوخت ونه ویشل شي. نن ورځ د عراق د سویل خلک د موصل او نورو سیمو ته لپاره مرستې راټولي.