داعش د مصر د سینا د سیمې نه په اسراییلو راکټي برید وکړ.
اسراییلو د مصر لخوا پر دوې د راکټي برید نه وروسته د مصر سره خپلې ټولې سرحدي دروازې وتړلې.
داعش د مصر د سینا د سیمې نه په اسراییلو راکټي برید وکړ.
اسراییلو د مصر لخوا پر دوې د راکټي برید نه وروسته د مصر سره خپلې ټولې سرحدي دروازې وتړلې.
د اسراییلو پولیسو ویلي دي چې دا برید په سیمه کې د یهودانو د ځانګړې رخصتۍ د پیلیدو نه یواځې څو ساعته مخکې شوی دی .
په برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. اسراییلو پولیسو ویلي دي چې د مصر نه د داعش ترهګرې ډلې د ګواښونو له امله يی د مصر سره خپلې ټولې سرحدي دروازې تړلي دي.
د اسراییلو پوځ بیا ویلي دي چې د احتمالي بریدونو له امله يي په سیمه کې خپل دفاعي سیستمونه فعاله کړي دي.
د راکټي برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیسته.
داعش د اعماق خبري سایت له لارې په خپره کړې خبرپاڼه کې په اسراییلو د راکټي برید نه خبر ورکړی دی . اسراییلو پوځ ویلي دي چې په راکټي برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې د تیرې یکشنبې په ورځ په مصر کې په دوو کلیساګانو خونړي بریدونه وکړل چې په پایله کې ۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۱۹ تنه نور ټپیان شول.