د ټولنې نړۍ د سترګو پر وړاندې وحشي قتل عام وشو

د اسد رژیم د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې  په ملکي وګړو  د کلور زهرجنو ګازو سره  د برید له امله  ستر قتل عام وکړ.

705814
د ټولنې نړۍ د سترګو پر وړاندې  وحشي قتل عام  وشو

د اسد رژیم د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې  په ملکي وګړو  د کلور زهرجنو ګازو سره  د برید له امله  ستر قتل عام وکړ.

د اسد رژیم  چې  د لویدیځ، ایران او روسیې  ملاتړ  تر شا لري  پرون  د سهار په ساعتونو کې  د ترکیې پولو ته نږدې د ادلب  په ښار کې  یو لوی  وحشي  قتل عام  ترسره کړ.

د اسد جنګي الوتکو  پرون د سهار په ساعتونو کې د ادلب ولایت د خان شیخون په کلي کې په ملکي وګړو  د کلور زهرجنو ګازو بریدونه وکړل. د نوموړو  بریدونو له امله  لږ لږه  ۱۰۰ تنه  مړه  او تر ۵۰۰ تنو ډیر  ټپیان او مسموم شوي دي.

د ویلو ده چې  د اسد جنګي الوتکو په سیمه  د هوايي بریدونو نه وروسته کله چې د ژغورنې ډلې  د پیښې د ټپیانو ژغورنې ته  ورسیدل  داځل یي  د ژغورنې په ډلو  هوايي بریدونه وکړل.

د اسد رژیم  چې په سوریه کې  د ۶ کلنې  جګړې  په ترڅ کې  تر ۳۰۰ زرو تنو  ډیر  ملکي وګړي  په قتل رسولي دي  پرون يي  یو ځل  بیا  د ټولې نړۍ  د سترګو پر وړاندې  د کیمیايي  وسلو سره  په بې ګناه او ملکي وګړو  بریدونه وکړل.

د سیمې  ډیری  ټپیان  او د زهرجنو ګازو له امله مسموم شوي کسان  د تداوۍ  په خاطر  ترکیې ته راوړل شوي دي.

روغتیايي ډلو  او عیني شاهدانو ټي ار ټي  ته ویلي دي چې  د دې سترې فاجعې  ډیری قربانیان  ماشومان  دي. ډیری  ماشومان  چې  د زهرجنو ګازو له امله  مسموم  شوي  وو  د خولو نه يي د زګونو روان  ول او ساه يي نشوه اخیستی. ډیرو  کسانو  ځای په ځای او یا د روغتون په لاره کې ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د اسد رژیم  چې د روسیې او ایران  قوي  ملاتړ  تر شا لري  یو ځل بیا  خپله اصلي  څیره  او وحشت  ټولې نړۍ ته  ښکاره کړ. ټولې نړۍ ته يي دا په اثبات ورسوله  چې  په جګړه کې  هیڅډول  قانون، قواعد  او حقوق  نه پیژني.

د اسد د رژیم لخوا  د نوموړي  وحشت  او قتل عام  د ترسره کیدو نه وروسته  سوري مخالفینو او انقلابي ځواکونو ملي ایتلاف استازو خبري رسنیو ته وویل « د اسد لخوا د ترسره شوي  دې وحشت او قتل عام په اړه  نړۍ  چپه خوله پاتې کیدل  اسد ته  د ورته قتل عامونو د ترسره کولو  جرئت  ورکوي. »

د سوریې د موقت حکومت د روغتیا وزیر بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې  پيښه کې  تر سلو  ډیر ملکي وګړي  په قتل رسول شوي دي. هغه ویلي دي چې برید پرون د سهار په ۷ بجو او ۱۵ دقیقو  ترسره شو. د اسد رژیم  اړوند جنګي الوتکو  د خان شیخون په کلي  د کلور زهرجنو ګازو باندې سمبال  د راکټونو  سره  بریدونه وکړل. هغه وویل  دا چې په سیمه کې  کافي روغتونونه او درمل  شتون نلري د همدې امله  ډیری  ټپیان  او د زهرجنو ګازو له امله  مسموم شوي  کسان  په امبولانسونو کې ترکیې ته  استول شوي دي.

هغه وویل چې د مړو شمیره  د سلو تنو نه اوښتې ده  او تر ۵۰۰ ډیر کسان د زهرجنو ګازو له امله  مسموم شوي دي. کیدای شي چې ددوې د جمع نه هم  ډیر ژوند د لاسه ورکړي. د پیښې قربانیان  ډیر ماشومان  دي.

 

د نوموړي  قتل عام  نه وروسته  یواځې ترکیې  د نوموړو بې وزله او معصومو  خلکو مرستې ته ودنګل . ترکیې  سمدلاسه د سوریې سره په پوله کې په ټولو روغتونونو کې  بیړنی حالت  اعلان کړ  او سیمې ته  په لسګونو امبولانسونه واستول. د ترکیې د سرې میاشتې  سربیره  یو زیات شمیر نورو مرستندویه  ټولنو  د خلکو مرستې ته دنګلي دي.

یو زیات شمیر مرستندویه  ټولنو  سیمې ته  درمل، د اړتیا لومړني  توکي  ، ماسکونه، اکسیجن، د زهرجنو ګازو نه د ژغورنې ځانګړې جامې  ، بوټان  او یو زیات شمیر طبي  توکي  رسولي دي.

 

نړۍ  پدې  ستر قتل عام  سترګې پټوي. یواځې  امریکا متحده ایالتونو  غبرګون څرګند. امریکا  هم  ددې برید  پړه  د اوباما  په ادارې واچوله. سپينې ماڼۍ  وویل چې  په سوریه کې  دا ډول بریدونه په اصل کې د اوباما  د ضعیفو سیاستونو  پایله ده. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې دا برید غندو او سترګې پرې پټولی نشو.



اړوند خبرونه