د داعش ترهګرې ډلې دویم تر ټولو جګپوړی چارواکی ووژل شو.
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې دویم تر ټولو جګپوړی چارواکی په هوايي برید کې ووژل شو.
د داعش ترهګرې ډلې دویم تر ټولو جګپوړی چارواکی ووژل شو.
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې دویم تر ټولو جګپوړی چارواکی په هوايي برید کې ووژل شو.
د عراق د دولتي تلویزیون د خبر له مخې د داعش ترهګرې ډلې د مشر البغدادي نه وروسته دویم مشرایاد حمید الجمیلي هوايي برید کې ووژل شو.
دولتي تلویزیون د عراق د هوايي ځواکونو لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له قوله ویلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې دا جګپوړی چارواکی د الانبار ولایت اړوند د القایم په ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د عراق هوايي ځواکونو د القایم په ولسوالۍ کې د داعش د دویم لمبر مشر په ګډون په یوې غونډې هوايي بریدونه وکړل.
په برید کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي نه وروسته دویم مشر چې د جګړې د وزیر مسئولیت هم په غاړه درلود وژل شوی دی. پدې برید کې د هغه سربیره د القایم د ولسوالۍ عملیاتي مشر تورکي او د یادې شوې ولسوالۍ د اداري مشر سلیم الاجمعي هم وژل شوی دی .