حوثي یاغیانو یو ځل بیا په سعودي عربستان د توغندیو برید وکړ.
حوثي یاغیانو لخوا په سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه وشول
حوثي یاغیانو یو ځل بیا په سعودي عربستان د توغندیو برید وکړ.
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو ویلي دي چې د یمن له لورې پرې توغول شوي ۴ توغندي په هوا کې له منځه وړي دي.
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو خبري رسنیو ته ویلي دي چې حوثي یاغیانو د یمن نه د سعودي عربستان په سویلي د خمیس، مشیط او ابها په ښارونو د بالستیک توغندیو ۴ بریدونه کړي وو چې په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.
سعودي عربستان هوايي ځواکونو ویلي دي چې د نوموړو بریدونو نه وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو جنګي الوتکو په هغه سیمو چې ترینه د توغندیو بریدونه شوي وو هوايي بریدونه ترسره شوي دي.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې حوثي یاغیان په سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه کوي . حوثي یاغیانو ددینه مخکې د سعودي عربستان د عسیر په ښار د بالستیک توغندیو بریدونه کړي وو چې د سعودي عربستان د هوايي ځواکونو لخوا په هوا کې له منځه وړل شوي وو.