د سوريې په اړه د ژېنېف خبرې اترې

د سوريې په اړه د ژېنېف خبرې اترېد سوريې په اړه د ژېنېف د خبرو اترو د بهير څلورم پړاو پاى ته ورسېد. پدې ليكنه كې به ددې خبرو اترو او په سوريه كې د تركمني لږه كيو د راتلونكې په اړه بحث وكړو.

688202
د سوريې په اړه د ژېنېف خبرې اترې

 

د سوريې د كړكېچ د آواري په موخه د سويس د ژېنېف په ښار كې د خبرو اترو څلورم پړاو چې د روان ميلادي كال د فبروۍ دم مياشتې په ۲۳مه نېټه پيل شوى وو، پاى ته ورسېد. د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفان دې ميسټورا د خبرو اترو په ترڅ كې د بشار اسد د رژيم د استازو، د مخالفينو د استازو او قاهرې او مسكو ته د وفادارو ډلو د مشرانو سره جلا جلا ليدنې وكړې. د نوموړي په وينا ټاكل شوې ده چې د مارچ په مياشت كې به ټولې خواوې د پينځم ځل لپاره سره خبرې اترې وكړي.

كه څه هم د خبر اترو په څلورم پړاو كې اساسي پرمختګ نه دى شو خو د تېرو پړاوونو په پرتله يې پايلې نسبتاً مثبتې وې. د خبرو اترو په ترڅ كې د لومړي ځل لپاره په سوريه كې د سياسي انتقالي بهير د پيل په اړه بحث وشو. د انتقالي دورې په اړه د اړوندو تدابيرو د نيولو موضوع هم  وڅېړل شوه. سربېره پر دې ټولې خواوې سلا شوې چې اوربند ته وفاداره پاتې شي او د ملكي وګړو د تخليې په موخه اسانتياوې رامنځته كړي. د بله پلوه د سياسي بنديانو د خوشې كولو او د داعش، النصره، پې كا كا او پي واى ډي په څېر د ترهګرو ډلو سره خپلې ټولې اړيكې وشلوي. د استانه د خبرو اترو په اوږدو كې چې د تركيې، روسيې او ايران په ملاتړ ترسره شوې وې، د سوريې په شمال كې د پې كا كا او پي واى ډي د ډلو لخوا د خپلواكۍ يا فدرالي نظام د رامنځته كولو په موخه هلو ځلو ته به اجازه ورنكړل شي.

ټول پدې پوهېږي چې پي واى ډي په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې يوه څانګه ده. همداراز پدې هم پوهيږي چې د سوريې د ديموكراتيكو ځواكونو تر نامه لاندې د جبهې ۹۰ سلنه د همدې پي واى ډي د ترهګرو لخوا جوړ شوي دي. د بشري حقونو نه د سرغړونې په برخه كې د پي واى ډي د اورپكو سوانح خرابې دي. دې ډلې د رقه د ښار د تل ابيض د سيمې د نيولو پر مهال د سيمې اصلي اوسېدونكي سني عربان، تركمنان او هغه كردان چې له دوى د آوامرو يې سرغړونه كوله، تجريد ته اړ كړل. د همدې امله د تل ابيض زرګونه اصلي اوسېدونكي كډوالۍ ته اړ شول.  د همدې امله پي واى ډي بايد ژر تر ژره د فرات ختيځې لورې ته په شا شي. همداراز تمه كيږي چې په تل ابيض كې د پي واى ډي لخوا د ژېنېف د تړون او د جزا د نړيوالې محكمې د پرېكړو نه سرغړونې چې د ملكي وګړو د ساتنې په اړه دي، يو ځل بيا رابرسېره شي.

د سوريې تركمنان چې د څو پېړيو راهيسې د سيمې د اصلي اوسېدونكو په توګه ورځ تر بلې پياوړي كيږي د لومړي ځل لپاره د ژېنېف د خبرو اترو پر مهال يې استازي ولېږل. د سوريې د تركمنانو د مجلس استازو په هېواد كې د تركمني لږه كيو په استازيتوب د ژېنېف په غونډه كې خپل لومړيتوبونه د نورو سره شريك كړل. تركمنان هيله لري چې د سوريې او د منځني ختيځ كې د اصلي اوسېدونكو په توګه د خپلواكې، ديموكراتيكې او سيكولرې سوريې د رامنځته كولو په موخه همكاري وكړي. تركمنان په سوريه كې د ځمكنۍ بشپړتيا او د سراسري سولې پلويان دي.

د سوريې په اړه د سولې د خبرو اترو په بهير كې بايد په لنډه موده كې د داسې اساسي قانون پر مسودې باندې بايد كار وشي چې په كې د سوريې د پوره خپلواكۍ، ځمكنۍ بشپړتيا او ملي حاكميت په نظر كې ونيول شي. دا اساسي قانون بايد د مخالفينو او بشار اسد د رژيم د مساوي استازو په ګډون د داسې يوې خپلواكې شورا لخوا وليكل شي چې ټول پرې سلا شوي وي. د اسلامي همكاريو سازمان او د عربي ټولنې استازي هم بايد په خبرو اترو كې ګډون وكړي. دواړه نړيوالې ټولنې په د سوريې په اړه د سولې د خبرو اترو په برخه كې اسانتياوې رامنځته كړي.

هغو ديني، مذهبي او يا نژادي ډلو ته چې د ترهګري سازمانونو سره مستقيمې اړيكې لري، بايد  خبرو اترو په بهير كې ورته اجازه ورنكړل شي. د اساسي قانون په مسوده كې بايد ښځو او نارينه د حقونو پر مساواتو ټينګار وشي او د ماشومانو د حقونو نه د دفاع په موخه مادې ور زياتې شي.

په سوريه كې راتلونكى رژيم بايد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اعلاميې ملاتړ وكړي او ددې اعلاميې د موادو د عملي كولو هڅه وكړي. د شخصي او ملكي حقونو نه د ساتنې په موخه بايد د ۲۰۱۱م كال نه وړاندې قوانين بېرته جاري شي. پدې ډول په هغه كډوال چې د خپلو كورونو او سيمو پرېښودلو ته اړ شوي دي كولاى شي چې له هېڅ ډول ستونزې پرته بېرته خپلو سيمو ته لاړ شي. دا د سولې د ټينګښت په موخه مهم ګام دى او د نوې ديموكراتيكې، سيكولارې سوريې د پياوړتيا سبب كيږي.

په نوې سوريه كې بايد هېڅ يوې ديني، نژادي او يا مذهبي ډلې ته ځانګړي حقونه په نظر كې ونه نيول شي. د قانون پر وړاندې بايد ټول مساوي وي. كه چېرې ځانګړې حقونه په نظر كې نيول كيږي نو دا بايد د ټولو ډلو په نظر كې نيولو سره عملي شي. سربېره پر دې په هېواد كې د لږه كيو د ژبې او كلتور د ساتنې په موخه ټول امكانات هم برابر شي.

 



اړوند خبرونه