د عراق د موصل ښار لپاره د داعش ترهګرې ډلې والي حمید احمد ابراهیمي ووژل شو.
د عراق د موصل په ښار کې د داعش څو تنه جګپوړي چارواکي ووژل شول
د عراق د موصل ښار لپاره د داعش ترهګرې ډلې والي حمید احمد ابراهیمي ووژل شو.
د ویلو ده چې په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې نه د موصل ښار د ژغورنې په خاطر د امریکا په ملاتړ عملیات دوام لري.
د عراق د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نړۍوالو ایتلافي ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د موصل په لویدیځ کې د جولای ۱۷ مې په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په قرارګاه هوايي بریدونه وکړل. پدې بریدونو کې د موصل ښار لپاره د داعش ترهګرې ډلې ټاکل شوی والي حمید احمد ابراهیمي او د داعش ترهګرې ډلې د مالي چارو مسئول حمدي حمادي احمد سوماک او یو تن بل جګپوړی چارواکی ابو خلدن وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د داعش په لویدیځ کې د سراچخانه په سیمه کې په جلا عملیاتو کې د نینوا سیمې لپاره د داعش ترهګرې ډلې د استخباراتو مسئول ابو ماحا او ګڼ شمیر نور ترهګر ووژل شول.