د سوریې نه د اسراییلو تر اشغال لاندې د ګولان په ټپو راکټي بریدونه وشول.
اسراییلو پوځ ویلي دی چې د سوریې د خاورې نه پر دوی راکټي بریدونه شوي دي
د سوریې نه د اسراییلو تر اشغال لاندې د ګولان په ټپو راکټي بریدونه وشول.
د اسراییلو پوځ ویلي دي چې د سوریې د خاورې نه ددوې تر کنټرول لاندې د ګولان په تپو راکټي بریدونه شوي دي.
د اسراییلو د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د سوریې د خاورې نه د ګولان تپو په شمالي برخې راکټي بریدونه شوي دي. پدې بریدونو کې چاته ته ځاني زیان ندی اوښتی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ددینه مخکې هم په کراتو د سوریې د خاورې نه د ګولان په تپو راکټي او د توغندیو بریدونه شوي دي چې اسراییلو پوځ يي ځواب ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې دا ندي ویل شوي دي چې اسراییلو ددې برید په مقابل کې د سوریې په خاورې برید کړی دی او که نه.
د ویلو ده چې د ګولان ټپې چې د سوریې په سویل لویدیځ کې او د اسراییلو په شمال ختیځ کې موقعیت لري د اوبو د زیرمو له پلوه د سیمې تر ټولو بډایه منطقه ده.
سیمه په ۱۹۶۷ کال کې د سوریې ، اردن او مصر نه جوړ د عرب اتفاق او اسراییلو ترمنځه د شپږ ورځنۍ جګړې په پایله کې د اسراییلو لخوا اشغال شوه. سیمه په ۱۹۸۱ کال کې د اسراییلو د حکومت سره د اسراییلو د خاورې سره الحاق کړې شوه.