د سوريې په اړه په استانه كې خبرې اترې

قزاقستان په پلازمېنه استانه كې د سوريې په اړه د خبرو اترو لومړى پړاو چې د تركيې، روسيې او ايران د هېوادونو په ملاتړ پيل شوى وو، پاى ته ورسېد. پدې پړاو كې بيا هم د لومړي ځل لپاره د بشار اسد د ژريم او مخالفينو استازو ګډون كړى وو.

669181
د سوريې په اړه په استانه كې خبرې اترې

 

 

د قزاقستان په پلازمېنه استانه كې د سوريې په اړه د خبرو اترو لومړى پړاو چې د تركيې، روسيې او ايران د هېوادونو په ملاتړ پيل شوى وو، پاى ته ورسېد. پدې پړاو كې بيا هم د لومړي ځل لپاره د بشار اسد د ژريم او مخالفينو استازو ګډون كړى وو.

په استانه كې د سوريې په اړه كنفرانس د جنورۍ د مياشتې په ۲۳مه نېټه پيل او دوه ورځې يې دوام وكړ. دا كنفرانس په اصل كې د تركيې، ايران او د روسيې د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د هغې ليدنې محصول دى چې  د ۲۰۱۶م كال د دسمبر د مياشتې په ۲۰ نېټه يې په مسكو كې ترسره كړې. د استانې كنفرانس په حقيقت كې د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان او د هغه د روسي سيال ولاديمير پوتين ترمېنځ د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د نورمالولو د هڅو مېوه ده. په سوريه كې د اوربند دوام او د سياسي حل لارې لپاره هلې ځلې په حقيقت كې د اردوغان او پوتين د سياسي ارادې پورې اړه لري.

د استانې د كنفرانس اصلي موضوع په سوريه كې د پيل شوي اوربند د دوام او نهايي حل لارې ته د شرايطو برابرول ول. له دې بهيره بيا درې هېوادونو تركيې، روسيې او ايران څارنه كوله. درې واړه هېوادونه د سوريې په قضيه كې په مستقيم ډول داخل دي. ددې امله په دواړو ښكېلو خواو باندې د دوى اغېزه هم ځانګړى اهميت لري.

په كنفرانس كې جنجالي موضوعاتو ته اشاره ونشوه. يواځې د اوربند د دوام په موخه هلې ځلې وشوې. په كنفرانس كې د داعش او النصره ډلې د  اوربند له چوكاټه وويستل شوې. همداراز د تركيې په غوښتنه په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې څانګه پي واى ډي هم كنفرانس ته را ونه بلل شوه. د دايمي اوربند د رامنځته كېدلو په موخه د تركيې، روسيې او ايران د هېوادونو په ګډون يو مشترك ميكانيزم هم رامنځته شو.  په راتلونكې كې د خبرو اترو له پيله وړاندې بايد ټولې خواوې له اوربنده كلك ملاتړ وكړي. په سيمه كې د ملكي وګړو تخليې ته اجازه وركړي او سياسي بنديان خوشې كړي.

ضامن هېوادونه بايد په راتلونكې كې د داعش، النصره او واى پي ډي ترهګرې ډلې له نورو جلا كړي.  د كنفرانس د پاى په اعلاميه كې د پې كا كا – واى پي ډي د ترهګرې ډلې لخوا د سوريې په شمال كې د خپلواكۍ او يا هم ديموكراتيك فدراسيون په څېر غوښتنو ته اجازه نه وركول كيږي. ټول په دې پوهيږي چې واى پي جي په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې يوه څانګه ده. پي واى ډي د سوريې په شمال كې د بشري حقونو نه يو زيات شمې سرغړونې هم كړي دي. د بېلګې په ډول د سوريې د رقه د ښار د تل الابيض د سيمې د نيولو پر مهال چې اوسېدونكي يې تركمنان، سني عربان او كردان دي، د پي واى چې د ځواكونو لخوا كډوالۍ ته اړ ويستل شول. سل ګونه زره كسان تركيې په كډوال مجبور شوي ول. نړيواله ټولنه هم بايد پدې پوهه شي چې واى پي جي د نړيوالې جزايي محكمې او د ژېنېف د پروتوكول يو زيات شمېر حكمونه پر پښو لاندې كړي او جنګي جنايات يې ترسره كړي دي.

د سوريې تركمنان په خپل هېواد كې د روښانه راتلونكې په موخه لومړى حقوقي هويت ترلاسه كړي. په سوريه كې كه څه م شاوخوا ۳ ميليونه تركمنان اوسېږي خو د تېرو كلونو په اوږدو كې د نوموړو د هويت د پېژندنې په موخه حقوقي هلې ځلې نه دي شوې.

پدې برخه كې د تركمنانو عاقبت بايد د نړيوالو حقوقو له زاويې هم وكتل شي. د موضوع په اړه په ۱۹۲۱م كال كې د انقرې، په ۱۹۲۳م كال كې د لوزان او په ۱۹۳۹م كال كې د تركيې – فرانسې ترمېنځ په لاسليك شوو تړونونو كې كومه ځانګړې ماده نشته دى. دا ځكه چې هغه مهال د لږه كيو اصطلاح د دين پورې تړلې وه او د سوريې د تركمنانو زياته برخه مسلمانان دي. اوسمهال توكم اهميت لري او پدې برخه كې بايد د نړيوالو حقوقو په رڼا كې هلې ځلې وشي. د همدې امله بايد د سوريې تركمنان په لومړي ګام كې په نړيواله سطحه يو حقوقي هويت خپل كړي. كه چېرې دلته بريالي شي نو دا به د عراقي تركمنانو لپاره هم يو موډل شي.

دا هم بايد نړيوالې ټولنې ته وښودل شي چې د سوريې تركمنان د ديموكراتيك، سيكولر، مدرن او د لوېديځو ارزښتونو سره د پخلا شوي نظام پلوي كوي او پدې برخه كې هېڅ ډول ستونزه نه لري. د بله پلوه د تركمنانو ترمنېځ د صوفي اسلام اغېزه ددې سبب شوې ده چې د نورو دينونو د لارويانو او توكمونو سره په نسبتاً سوله ايزه فضا كې ژوند وكړي. دوى بايد وښايي چې د داعش د تكفيري ډلې سره په هره برخه كې مبارزې ته هر ډول تيارى لري.

د بله پلوه په سيمه كې د خپل كلتوري شتوالي د ثابتولو په موخه د پخواني تركي امپراتوريو او د فرانسې استعماري آرشيفونو ته هم اړتيا لري. په آرشيفونو كې اړوند اسناد بايد وڅېړل شي او بيا د خپلو خلكو او نړيوالې ټولنې سره شريك شي.

 


پيوندونه: #داعش , #سوريه , #تركمنان

اړوند خبرونه