حوثي یاغیانو په سعودي عربستان د سکاټ توغندي برید وکړ
په یمن کې حوثي جنګیالیو د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض د ایران ساخت په سکاټ توغندي برید وکړ.
په یمن کې حوثي جنګیالیو د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض د ایران ساخت په سکاټ توغندي برید وکړ.
د حوثي جنګیالیو ویاند په ریاض د توغندي برید نه وروسته وویل « د سعودي عربستان پلازمینه ریاض هره شیبه په توغندیو ویشتلی شو. »
د ویلو ده چې په امریکا کې د دونالد ټرامپ د ادارې د دندې د پیلولو سره د یمن جګړه لا پسې زوروره شوې ده .
حوثي یاغیانو پرون شپه د سعودي عربستان د پلازمینې ریاض په ۴۰ کیلومترۍ کې لویدیځ لورې ته پروت په یو عسکري کمپ د سکاټ توغندي برید وکړ.
د سابا خبري اژانس د حوثي یاغیانو د ویاند له قوله لیکلي دي چې « یو ډیر بریالی ازمایښت وو »
د حوثي یاغیانو ویاند ویلي دي چې « هره شیبه چې وغواړو د سعودي عربستان پلازمینه ریاض په توغندیو ویشتلی شو. دویم برید به ددینه لاپسې قوي وي. »
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو د یوې اوونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره په سعودي عربستان د ایران ساخت سکاټ توغندي سره برید کوي.
سعودي عربستان بیا د حوثي یاغیانو لخوا ددوې په عسکري کمپ برید ادعا رد کړې ده . حوثي یاغیانو پداسې حال کې په سعودي عربستان د توغندي برید وکړ چې د سعودي د دفاع وزیر محمد بن سلمان د یمن د ولسمشر هادي سره په لیدنه بوخت وو.
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو د تیر کال د نوامبر په میاشت کې هم د سعودي عربستان د مکې په ښار د توغندي برید کړی وو چې د مکې په ۶۵ کیلومترۍ کې د ایتلافي ځواکونو لخوا په هوا کې شنډ شوی وو.
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو د تیره اوونۍ په بحرالااحمر کې د سعودي عربستان په جنګي بیړۍ د کوچنۍ کښتیو سره ځانمرګی برید هم کړی وو. پدې برید کې د سعودي عربستان دوه تنه سرتیري مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي وو.
حوثي یاغیانو د تیرې یکشنبې په ورځ په انټرنټ کې په خپره کړې یوه ویدیو کې خپل توغندي نندارې ته وړاندې کړي وو.