د اسد د رژیم لخوا ترسره شوي قتل عامونه افشا شول

د بښنې نړۍوال سازمان د اسد د رژیم لخوا ترسره شوي پټ قتل عامونه افشا کړل

666996
د اسد د رژیم لخوا ترسره شوي قتل عامونه افشا شول

د بښنې نړۍوال سازمان  په سوریه کې د بشار اسد د رژیم لخوا په پټه  په زندانونو کې  د زرګونو تنو مخالفینو د اعدامولو  په اړه راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي دي چې د اسد رژیم  په زندانونو کې  ۱۳ زره تنه  مخالفین او د مخالفینو  پلویان  اعدام کړي دي.

د بښنې نړۍوال  سازمان  په خپور کړي وروستي راپور کې  په سوریه کې  د کورنۍ جګړې د پیل نه  تر ۲۰۱۵ کاله پورې  په زندانونو کې  د اعدام شوو بې ګناه کسانو شمیره  خپره کړې ده . په راپور کې راغلي دي چې  د سوریې رژیم  د ۲۰۱۱ کال  د سپټمبر  او ۲۰۱۵ کال  د نوامبر د میاشتو ترمنځه  د صیدیانا  په زندان کې  هره اوونۍ عام وژنې کړي دي.

د بښنې د نړۍوال سازمان  په ادعا  دا عام وژنې د اسد د رژیم  د جګپوړو چارواکیو  په دستور  شوي دي.

د بله پلوه  د سوریې  رژیم  د بښنې د نړۍوال سازمان  دا ادعا په کلکه توګه رد کړې ده. د اسد رژیم وايي چې  عام وژنې ندي کړي او د زندانانو سره يي هم  ناوړه چلند ندی کړی.

د بښنې نړۍوال  سازمان  ددې راپور په جوړولو کې  د زندانونو د محافظینو، پخوانيو محافظینو، زندانیانو او د زندانونو  د چارواکیو په ګډون  د ۸۴ تنو  سره  مخامخ کتنې او ملاقاتونه کړي دي.

په راپور کې د نوموړو کسانو له قوله  ویل شوي دي چې د اسد رژیم  هره اوونۍ  او یا یوه اوونۍ  وروسته  د پلازمینې دمشق  په شمالي زندانونو کې  د ۲۰ یا ۵۰ کسیزو ډلو ترمنځه  کسان  په ډیره  پټه  توګه اعدامول.

په راپور کې راغلي دي چې دا ټول کسان د قابون په سیمه کې  د جوړې شوې عسکري محکمې لخوا په اعدام  محکوم شوي دي. ویل کیږي  دې محکمې د نوموړو کسانو په اړه  د یوې نه  تر ۳ دقیقو پورې په لنډه موده کې  پرته  د ښه او بد نه  د اعدام  حکم  ورکړی دی .

په راپور کې  د سوري د عسکري محکمو د یو پخواني قاضي  څرګندونو ته هم  ځای ورکړ شوی دی .دې قاضي ویلي دي چې  هغه کسان چې به د محاکمې په خاطر محکمې ته راوړل کیدل  یواځې یوه پوښتنه به ترینه کیده. هغه دا چې  کوم  جرم  دې کړی دی او که نه؟ که چیرې ځواب به  هو  وو هم  به په اعدام  محکومیدل  او که نه به وو هم  به په اعدام  محکومیدل.

قاضي ویلي دي چې  پدې محکمو کې د قانون په څیر څه شی  شتون نلري.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې  د روان کال  د جنوري د میاشتې راهیسې  ددې ادعاګانو او عام وژنو په اړه  د اسد د رژیم  سره د اړیکو ټینګولو هڅه کوي خو له بده مرغه چې  تر اوسه پورې کوم  ځواب ترلاسه کړی ندی.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې  د اسد د رژیم  دا کړنې جنګي جنایت  دی او په جنګي جنایتونو کې به يي وشمیري.



اړوند خبرونه