د ایران نه وروسته عراق هم هیواد ته د امریکايي وګړو په راننوتو بندیز ولګول.
د عراق حکومت د امریکا د ولسمشر د پریکړې په غبرګون کې هیواد ته د امریکايي وګړو راننوتل منع کړل
د ایران نه وروسته عراق هم هیواد ته د امریکايي وګړو په راننوتو بندیز ولګول.
د عراق حکومت د امریکا د نوي ولسمشر دونالد ټرامپ لخوا د عراق او ایران په ګډون د ۷ اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته په راننوتو د بندیز لګولو په غبرګون کې د باالمثل چلند پریکړه وکړه.
د عراق حکومت د ۲۰۱۷ کال د جنوري د ۲۷ مې نیټې نه په اعتبار سره د ۹۰ ورځو لپاره هیواد ته د امریکايي وګړو په راننوتو بندیز ولګو.
د عراق حکومت ویلي دي لکه څرنګه چې امریکا د ۹۰ ورځو لپاره ددوی وګړو ته امریکا ته د ننوتو اجازه نه ورکوي او ویزې ورته کنسل کړي دي دوی به هم د باالمثل چلند په توګه د ۹۰ ورځو لپاره امریکايي وګړو ته عراق ته د ننوتو اجازه ورنکړي او ویزې به يي کنسل کړي.
د بله پلوه د عراق د خلکو د سفربرۍ شیعه ملیشه ډلې چې د داعش سره په جګړه کې بوخته ده د حکومت نه په امریکايي وګړو د بندیز لګولو سربیره د هیواد نه د ټولو امریکايي وګړو د ویستو غوښتنه کړې ده .
د عراق حکومت ویلي دي هر کله چې د امریکا هیواد د عراق په وګړو لګولی بندیز لرې کړي مونږ به هم دا بندیز لرې کړو.
د ویلو ده چې ددینه مخکې ایران د امریکا د نوي ولسمشر د پریکړې په غبرګون کې د باالمثل چلند په توګه په امریکايي وګړو د ویزو درولو او ایران ته په ننوتلو بندیز لګولو نه خبر ورکړی وو.
د امریکا د ولسمشر لخوا د ۷ اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته په ننوتو د بندیز لګولو پریکړې د نړۍ سربیره پخپله امریکا کې سخت غبرګونونه پارولي دي. د امریکا ۶ ایالتونو محکمو امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو بندیز لګولو اړوند د ټرامپ اجراییوي حکم د ځنډولو پریکړه وکړه.
همداشان د امریکا د ۱۶ ایالتونو لوی څارنوالانو د ګډې اعلامیې په خپرولو سره د ټرامپ دا پریکړه په کلکه توګه غندلې او ګواښ کړی چې هیڅ ولسمشر د هیواد د اساسي قانون او ارزښتونو نه تیری کولی نشي.