د سورېې ولسمشر بشار اسد سخت ناروغه دی.
د سورېې ولسمشر بشار اسد سخت ناروغه دی. دا ادعا د لبنان د ورځپاڼو نه وروسته دا ځل د الجزیزې نامتو خبریال فیصل القاسم وکړه.
د سورېې ولسمشر بشار اسد سخت ناروغه دی. دا ادعا د لبنان د ورځپاڼو نه وروسته دا ځل د الجزیزې نامتو خبریال فیصل القاسم وکړه.
نوموړي ویلي دي چې د سوریې ولسمشر بشار اسد ډیر سخت ناروغه دی او کیدای شي چې په کوما کې وي.
د لبنان د المستقل ورځپاڼې د تیرې خالي په ورځ د اسد رژیم ته د نږدې سرچینو له قوله په خپور کړي خبر کې بشار اسد د مغزي ناروغۍ له امله د بستر کیدو ادعا کړې وه.
ددېنه وروسته د اسد د رژیم پلوي د لبنان د الدیار ورځپاڼې د بشار اسد د فلجیدو ادعا کړې وه.
د سعودي عربستان د شرق الاوسط ورځپاڼې هم د بشار اسد د سختې ناروغۍ په اړه خبر خپور کړی وو.
په سوریه کې د اسد رژیم بیا دا ټولې ادعاګانې بې بڼسټه وبللې او وویل چې د ولسمشر بشار اسد روغتیايي حالت په کامله توګه ښه دی.
د اسد د رژیم د څرګندونو نه وروسته دا ځل د الجزیزې نامتو خبریال فیصل القاسم د اسد د ناروغه کیدو ادعا وکړه.
هغه د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « داسې معلومات مې ترلاسه کړي دي چې بشار اسد ډیر سخت ناروغه دی او کیدای شي چې په کوما کې وي. اسد په روغتون کې بستر دی. » د ویلو ده چې د الجزیزې دا نامتو خبریال په ټویټر کې ۴نیم میلیونه تنه تعقیب کوونکي لري.