د فلسطین په لویدیځه تراړه کې د یهودان بس موټر ژورې درې ته وغورځید

اسراییلو ویلي دي چې په لویديځه تراړه کې  یو مساپر وړونکی  بس  موټر  سلګونه متره  لاندې  ژورې درې ته  غورځیدلی دی.

660204
د فلسطین په لویدیځه تراړه کې د یهودان بس موټر ژورې درې ته وغورځید

اسراییلو ویلي دي چې په لویديځه تراړه کې  یو مساپر وړونکی  بس  موټر  سلګونه متره  لاندې  ژورې درې ته  غورځیدلی دی.

په پیښه کې  لږ تر لږه  ۷ تنه یهودان  مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي. بنیامین  د سیمې مشر  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ژغورنې ډلې  او روغتیايي پرسونل  د پیښې  سیمې ته رسیدلي دي.

هغه ویلي دي چې پیښه  په ځايي وخت د شپې په یوه بجه  رامنځته شوه. د ژغورنې ډلې  ویلي دي چې  ځیني  مساپر  په بس کې  بند پاتې دي چې د ژغورلو هڅه يي کوي.

ژغورونکو ویلي دي چې  په ډیرو بدو حالاتو کې قرار لري. بس موټر نږدې  ۴۰۰ متره  لاندې  درې ته غورځیدلی دی .

د پیښې لامل  ناڅرګند  دی. د اسراییلو خبري رسنیو بیا ویلي دي چې د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه ویره  شتون لري. د ټپیانو نه د ځینو روغتیايي حالت ډیر باریکه دی.

د پیښې قربانیان  په لویدیځه تراړه کې  ځای په ځای شوي یهوادن  دي. 



اړوند خبرونه