د محمد مرسي کورنۍ د ترهګرو په لست کې شامله کړه
په مصر کې د سیسي حکومت دا ځل د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي ټوله کورنۍ د ترهګرو په لست کې شامله کړه.
په مصر کې د سیسي حکومت دا ځل د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي ټوله کورنۍ د ترهګرو په لست کې شامله کړه.
د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي چې د کودتا په پایله کې له واکه لرې او زندان ته اچول شوی زوی احمد مرسي د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « د ولسمشر محمد مرسي میرمن، اولادونه هر یو شیما، اسامه ، عمر، عبدالله او زه احمد مرسي چې ددې هیواد صادقه بچیان یو د ترهګرو په لست کې شامل شوي یو. »
هغه ویلي دي پداسې حال کې ددوی کورنۍ د ترهګرو په لست کې شامله شوې ده چې د محکمې لخوا کوم حکم شتون نلري. احمد مرسي ویلي دي چې ددوی ټوله کورنۍ د تیرې پنجشنبې په ورځ د ترهګرو په لست کې شامله شوې ده خو تر اوسه پورې دا مسله په رسمي ټوګه اعلان شوې نده.
هغه ویلي دي چې دا پریکړه د پولیسو د تحقیقات په پایله کې شوې ده . د پریکړې په اړه دوی ته تر اوسه پورې په رسمي ډول څه ویل شوي ندي.
د یادولو وړ ده چې د مصر یوې محکمې د تیرې پنجشنبې په ورځ محمد مرسي او د اخوان المسلمین د سازمان ځیني مشران د ترهګرو په لست کې د شاملولو پریکړه وکړه.
د بله پلوه ویل کیږي د مصر پخوانی فوټبالر ابو طاریقه هم د ترهګرو په لست کې شامل کړی شو.
د مصر د عدلیې وزارت او قضايي ارګانونو عالي شورا د ددې پریکړې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.