اسراییلي جنګي الوتکو په دمشق کې د اسد رژیم په هوايي ډګر هوايي بریدونه وکړل
اسراییلو یو ځل بیا په سوریه هوايي بریدونه وکړل
اسراییلو دا ځل په پلازمینه دمشق کې د اسد د رژیم اړوند په عسکري هوايي ډګر هوايي بریدونه وکړل.
د سوریې په پلازمینه دمشق کې د اسد د رژیم اړوند په عسکري هوايي ډګر د هوايي برید له امله ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
برید تیره شپه ترسره شو.
د سوریې لوی درستیزوالۍ د برید نه وروسته په خپره کړې خبرپاڼه کې اسراییل وغندل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اسراییلي جنګي الوتکو په دمشق کې د مزې په عسکري هوايي ډګر بریدونه وکړل . د اسد رژیم د اسراییلو حکومت د ترهګرو نه په ملاتړ تورن کړ.
د اسراییلو لوی درستیزوالۍ ویلي دي چې برید د اسراییلي جنګي الوتکو لخوا شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د برید له امله هوايي دګر ته پام وړ مالي زیان اوښتی دی.
د یادولو وړ ده چې نوموړی هوايي ډګر د پلازمینې دمشق د امنیت په خاطر په ځانګړې اهمیت لري. د بله پلوه ویل کیږي چې د اسد رژیم ځانګړي ځواکونه پدې هوايي ډګر کې ځای په ځای دي. همداشان ځیني خبري رسنیو بیا پدې برید کې د مرګ ژوبلې نه خبر ورکړی دی. عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې
د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر امبولانسونه عسکري هډې ته د تلو په حال کې لیدل شوي دي.