د ترکیې له نظره  منځنی ختيځ

ددې اونۍ په خپرونه کې  په لیبیا کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف روانې مبارزې ته لنډه کتنه کوو.

638636
د ترکیې له نظره  منځنی ختيځ

 

ددې اونۍ په خپرونه کې  په لیبیا کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف روانې مبارزې ته لنډه کتنه کوو.

په لیبیا کې  د شاوخوا ۶ میاشتو  قوي مبارزې نه وروسته  د سیرت  ښار او شاوخوا سیمې  د داعش ترهګرې ډلې نه  تصفیه شوې. د سیرت ښار  د ۲۰۱۵ کال راهیسې  د داعش ترهګرې ډلې  تر کنټرول لاندې وو. داعش ترهګرې ډلې  په لیبیا کې د واک د تشې نه په استفادې سره  د سیرت ښار په کامله توګه ونیول  او پخپل اصلي مرکز يي بدل کړ.

پرته  د شکه چې  د سیرت ښار  د داعش نه د تصفیه کولو مسلې  په لیبیا کې  داعش ترهګرې ډلې ته  ډیر ستر ګوازر  دی. دې مسلې په نوموړي هیواد کې د داعش  طاقت  او قوت په کامله توګه مات کړ. خو له بده مرغه چې لیبیا  د داعش نه هم  بله لویه ستونزه لري، هغه  خپلې منځنۍ شخړې  او ستونزې  دي. لیبیا  ددې خپل منځنیو شخړو او ستونزو نه  د ژغورنې په خاطر  جدي  کار  او هڅو ته اړتیا لري.

په لیبیا کې  د بیلابیلو سیاسي ، امنیتي او اقتصادي ستونزو د حل په خاطر  باید  جدي  ګامونه پورته شي.

د یادولو  وړ ده چې  د لیبیا د سیرت ښار  د داعش لپاره  د سوریې او عراق نه وروسته  تر ټولو مهم  ښار وو. سیرت هغه ښار وو چې داعش پکې  د سوریې او عراق نه وروسته پوره حاکمیت درلود.

دا ښار  د اروپا سره  د نږدېوالي  له امله هم  د داعش ترهګرې ډلې لپاره ځانګړې اهمیت  درلود. داعش د سیرت ښار ترڅنګ  د مدیترانې په سواحلو کې ۱۵۰ کیلومترو په لویوالي سره  سیمه  د خپل کنټرول لاندې راوستې وه.

د لیبیا د ملي مطابقت حکومت  چې د ملګروملتونو د سازمان  پوره ملاتړ تر شا لري  د قوي  او سختې مبارزې نه وروسته  د سیرت ښار د داعش نه وژغوره.

د لیبیا د ملي مطابقت  حکومت  یواځې یوه  لار درلوده چې هغه هم  د سیرت ښار د داعش نه  بیرته نیول  او تصفیه کول وو. ځکه چې په لیبیا کې  دم ګړۍ ۳ جلا  جلا حکومتونه  شتون لري. د داعش پر وړاندې د نوموړي  ستر بري نه پرته  د ملي مطابقت  د حکومت  موجودیت د ګواښ سره  مخامخیده. ددې امکان وو چې  دا حکومت د نورو حکومتونو پر وړاندې  د بدیل حکومت په توګه هم  حساب نشي. همداشان  د لیبیا د ملي مطابقت حکومت  د سیرت د ښار په نیولو کې  نور اهداف هم  درلودل. تر ټولو  ستر هدف  د نورو ملیشه ډلو ملاتړ  او پاملرنه ځانته اړول وو چې پدې کې بریالي شو.

د بله پلوه  د لیبیا د ملي مطابقت حکومت  مشر  د امریکا نه د مرستې د ترلاسه کولو په خاطر هم  بله  لاره  نه درلوده. د ویلو ده چې  د روان میلادي کال  د اګست د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره امریکا په لیبیا کې  د داعش په مرکزونو هوايي بریدونه پیل کړل خو د داعش پر خلاف اصلي مبارزه  د لیبیا خلکو وکړه.

د لیبیا د ملي مطابقت  حکومت  د سیرت د ښار د بیا نیولو په مبارزه کې  ۷۳۰ تنه سرتیري د لاسه ورکړل  او څه باندې  ۳ تنه  تنه  نور ټپیان شول.

د یادولو وړ ده چې  په لیبیا کې د ملي مطابقت حکومت لخوا د داعش پر خلاف په مبارزه کې  دې ستر بري  ځینې پوښتنې هم  پیدا کړي دي.

ډیری  خلکو سره  پوښتنه پیدا شوې چې آیا  د امریکا په مرسته  د داعش پر خلاف په مبارزه کې  دا بری  به  په هیواد کې  د ملي مطابقت  حکومت په اغیزو څه ډول  تاثیر وکړي؟ ایا دا حکومت به پدې  قادر شي  چې په هیواد کې اتفاق او اتحاد رامنځته کړي؟

له بده مرغه چې دا خبره  اسانه  نښکاري.

د بله پلوه  په لیبیا کې په جګړه کې د ښکیلو ټولو  ډلو  د یو چت لاندې راټول  او د حکومت حاکمیت  ټینګولو پر وړانډې درې مهمې  مسلې  شتون لري.

لومړنۍ مسله  د داعش مسله ده . په لیبیا کې د داعش ترهګرې ډلې  د یو ځل بیا منسجمیدو مسله ده .

پرته  د شکه چې  د سیرت ښار  د داعش ترهګرې ډلې لپاره  حیاتي  ارزښت لري. همداشان  دا دې په معنا نده  چې  داعش په سیرت کې ماته وخوړه  په ټوله لیبیا کې به د ماتې سره مخامخ شي. داعش ترهګرې ډلې جنګیالي  د سیرت  ښار نه د وتو سره  نورو ښارونو او سیمو ته  خواره شوي دي. ددې احتمال شتون لري چې نوموړي جنګیالي  هره شیبه  بیرته  منسجم  او یو قوي  ځواک  او طاقت  جوړ کړي. د بله پلوه  داعش کیدای شي چې ددې وخت  د فرصت په توګه کار واخلي. د جنګیالیو په جلب او جذب  لاس پورې کړي. ځکه چې  نن ورځ  د لیبیا حکومت پدې قادر  ندی چې د هیواد د پولو امنیت وساتي. د بله پلوه  دا هیواد  په مختلفو قومي ډلو  ویشل شوی دی. دا مسله هم  د داعش د بیرته منسجمیدو په خاطر  یو  فرصت  دی.

د بله پلوه  داعش ترهګره ډله  یو داسې  ډله ده چې د هر ډول  حالاتو  او شرایطو سره  ځان  عیاروي.

د بله پلوه  داعش  د یو ځل بیا  قوي کیدو په خاطر  کیدای شي چې په سیمه کې د القاعدې او بوکوحرام  ډلو سره  نږدې همکاري  پیل کړي. د همدې امله  په لیبیا کې د داعش ګواښ په کامله توګه لمنځه تللی ندی.

دویمه  مسله د سیرت  ژغورنې  په نوموړي هیواد کې د بیلابیلو قومونو او قبیلو ترمنځه  ځیني  ستونزې  پیدا کړي دي. دې مسلې د لیبیا د ملي مطابقت د حکومت پر خلاف د رقیبو ډلو یا حکومتونو  غبرګونونه پارولي دي. په ځانګړې توګه  د لیبیا د طبرق  د مجلس نه یادونه کولی شو.

د سیرت د ژغورنې مسلې  د ملي مطابقت د حکومت د ځواکونو او جنرال خلیفه حفتر  د ځواکونو ترمنځه  رقابت لا پسې  قوي کړی دی . سره ددې چې  د جنرال حفتر په مشرۍ ځواکونه ځانته د لیبیا د ملي اردو  نوم  ورکړی دی خو  په اصل کې  ملیشه ځواکونه دي.

د سیرت د ښار ژغورنې  د لیبیا د ملي مطابقت حکومت لپاره  په هره برخه کې ځینې  ګټې رامنځته کړې  چې د طبرق  حکومت ددې مسلې نه ناراحته دی.

د طبرق د حکومت د ځواکونو مشر  جنرال خلیفه حفتر  وار د مخه  د ملي مطابقت د حکومت پر خلاف په ځینو هلو ځلو پيل کړی دی . د بیلګې په توګه  خلیفه حفتر  لومړی  روسیې ته سفر وکړ او د مسکو نه يي د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه. همداشان د لیبیا په لویديځ کې په خپلو  متفقینو  د طرابلس  د پر خلاف د عملیاتو د پيلولو غږ وکړ.

دا  هغه مسله ده چې  د ملي مطابقت د حکومت پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ جوړ کړی دی.

دریمه  مسله  بیا  د نفتو حاکمیت مسله ده .

په لیبیا کې  هره ډله  چې  د تیلو  په کوهیانو  حاکمیت ولري  هغه  تر ټولو قوي  ډله  ده. ځکه  چې  د تیلو په کوهیانو د حاکمیت خاوندان  د ملي عوایدو د کنټرول  په برخه کې مهم  رول  لوبوي..

پداسې حال کې چې  د لیبیا د ملي مطابقت حکومت  په سیرت ښار کې د داعش پر خلاف مبارزه کوله  د طبرق  حکومت  یا خلیفه حفتر  په هیواد کې د نفتو د کوهیانو  د نیولو په خاطر  په حرکت پيل وکړ. هغه غوښتل چې  د سیرت  بري  پر وړاندې  یو لاسته راوړنه  ولري. هغه  غوښتل چې نړۍ ته دا وښايي چې  د ملي مطابقت حکومت  د دوام  په خاطر  کوم سرچینه  نلري. د مالي پلوه  هیڅ  دی. د بله پلوه يي غوښتل چې  یو ځل بیا د تیلو د صادراتو د پيلولو سره په نړۍوالو خپل مشروعیت  تحمیل کړي.

په لیبیا کې  د سیرت  جګړې  او بري  ټولو ته  دا ښکاره کړه چې  لیبیا خلک د یو موټي کیدو نه پرته  بله حلاره  نلري. که چیرې ددې هیواد ټول خلک یو موټی او د یو چت لاندې راټول نشي  دا هیواد به تل د اور په لمبو کې  وسوځي.

د بله پلوه  یو زیات شمیر  هغه برخې چې ددې هیواد د مځکې لاندې شتمنیو ته يي  سترګې پټې کړي دي  نه پریږدي چې  د خلکو ترمنځه  سوله وشي. ټول  د یو چت لاندې راټول شي. دول  تل غواړي چې  اوبه خړې کړي او کبان پکې ونیسي.

نن ورځ  ډیری  نړۍوال طاقتونه د یو پلو  نه  د ملي مطابقت د حکومت نه د ملاتړ اعلان کوي  د بله پلوه د جنرال حفتر سره  مرسته کوي. دا پخپله  ددې ښکارندويي کوي چې  نه غواړي دا هیواد په کلاره شي. پدې هیواد کې  سوله او ثبات راشي. ځکه  کله چې پدې هیواد کې سوله او ثبات ټینګ شي  او ټول  خلک  د یو چت لاندې راټول شي  ددوې  پلانونه  شنډیږي او خپل اهدافو ته رسیدلی نشي.



اړوند خبرونه