داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
د سوریې د رقه په ښار د داعش ترهګرې ډلې درې تنه مهم قومندانان ووژل شول.
630048
داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
د سوریې د رقه په ښار د داعش ترهګرې ډلې درې تنه مهم قومندانان ووژل شول.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیترګو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سوریې د رقه په ښار کې په هوايي بریدونو کې د داعش ترهګرې ډلې د دریو تنو قومندانانو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې دا درې تنه قومندانان هر یو
صلاح غورمات ، سامي جیدو او ولید همان د دسمبر په ۴ مه نیټه په ترسره شوو هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.
په خبر کې ویل شوي دي چې نوموړي قومندانان په بهرنیو هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو او فعالیتونو او د داعش لپاره د بهرنیو جنګیالیو د راجذبولو مسولین ول.
همداشان نوموړو ترهګرو د پاریس په ترهګریزو پیښو کې مستقیم لاس درلود.