داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې د مشرانو نه ابوبکر حکیم ووژل شو.
627682
داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې د مشرانو نه ابوبکر حکیم ووژل شو.
د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې د مشرانو د ابو بکر حکیم د وژلو نه خبر ورکړ. امریکا ویلي دي چې ابوبکر حکیم د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د شارلي هیبدو په مجلې د برید د اصلي طراحانو نه وو.
ابوبکر حکیم د نوامبر په ۲۶مه د سوریې د رقه په ښار کې وژل شوی دی.
۳۳ کلن ابوبکر حکیم تونس الاصله فرانسوي وو چې په ۲۰۱۵ کال کې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د شارلي هیبدو په مجلې په برید کې لاس درلود.
ویل کیږي هغه په ټوله نړۍ کې د داعش ترهګرې ډلې لپاره د تبلیغاتو او یادې شوې ډلې ته د جنګیالیو د راجذبولو دنده په غاړه درلوده.