په بیت المقدس کې د مسلمانانو لخوا د اسراییلو حکومت ته ډیر پر ځای ځواب ورکړ شو
د اسراییلو د حکومت لخوا په بیت المقدس کې د جوماتونو د منارو نه په لوړ غږ په اذان د بندیز لګولو د هڅو د پيلولو نه وروسته د بیت المقدس مسلمانانو ډیر ښه ځواب ووایه.
د اسراییلو د حکومت لخوا په بیت المقدس کې د جوماتونو د منارو نه په لوړ غږ په اذان د بندیز لګولو د هڅو د پيلولو نه وروسته د بیت المقدس مسلمانانو ډیر ښه ځواب ووایه.
د بیت المقدس مسلمانانو د لمانځه د وخت پر مهال هر یو د خپل کور د بام نه په اذان ویلو پيل وکړ.
د الله اکبر انګازو د اسراییلو حکومت ته دا وښودله چې هیڅ وخت په اذان بندیز لګولی نشي.
د اسراییلو ولسي جرګې د شور ماشور په بهانه په بیت المقدس کې د جوماتونو د منارو نه په لوړ غږ په اذان باندې د بندیز لګولو په خاطر د قانون مسوده جوړه کړه. تمه کیږي چې نوموړې مسوده په راتلونکو ورځو کې رای اچونې ته وړاندې کړي.
پداسې حال کې چې د په اذان د بندیز لګولو د قانون د مسودې په اړه یو زیات شمیر نړۍوالو سازمانونو او ټولنو سخت غبرګون وښود خو د اسراییلو ولسي جرګه پدې اړه په پریکړه ټینګار ته دوام ورکوي.
ددې په مقابل کې د بیت المقدس مسلمانانو یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.
د بیت المقدس مسلمانانو تیره ورځ د ماښام د لمانځه پر مهال هر تن د خپل کور د بام نه د اذان په ویلو پيل وکړ. د اذان انګازو د اسراییلو حکومت او ولسي جرګې ته په اذان بندیز لګولی نشۍ غوڅ پیغام ورکړ.
د ویلو ده چې ددینه مخکې د اسراییلو د ولسي جرګې یو تن عرب غړي په اذان د بندیز لګولو د پریکړې پر خلاف د غبرګون څرګندونو په خاطر د پارلمان د عمومي جلسې په سالون کې په لوړ غږ اذان وویلو.
د بله پلوه د اسراییلو د ولسي جرګې یو تن عرب غړي احمد الطیب خبري رسنیو ته ویلي دي چې د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو په لوړ غږ په اذان د بندیز لګولو په مسلې ټینګار کوي. هغه ویلي دي کیدای شي چې په اذان د بندیز لګولو اړوند د قانون مسوده هر څه ژر د رای اچونې په موخه عمومي مجلس ته راوړل شي.