د سعودي عربستان د شهزاده جنازه خاورو ته وسپارل شوه
د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ورور شهزاده ترکي بن عبدالعزیز د ۸۴ کلونو په عمر ومړ
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ورور شهزاده ترکي بن عبدالعزیز د۸۴ کلونو په عمر ومړ.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د اوښکو نه د ډکو سترګو سره د خپل ورور جنازه خاورو ته وسپارله.
شهزاده ترکي بن عبدالعزیز د ۱۹۳۲ میلادي کال د سټپمبر په ۱۵ مه نیټه د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې زیږیدلی وو او د ۲۰۱۶ میلادي کال د نوامبر په ۱۲ مه نیټه په همدې ښار ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې. هغه د ملک فیصل د پاچاهۍ په دوره کې د دفاع د وزیر د مرستیال په توګه په دنده وګمارل شو چې د ملک فهد د پاچاهۍ په دوره کې هم د دفاع د وزیر د مرسیتال په توګه دنده ترسره کړه.
هغه د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سکنی ورور وو.
د سعودي عربستان شاهي کورنۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شهزاده ترکي بن عبدالعزیز د مړینې خبر خپور کړ.
همداشان د سعودي شهزاده چې د خالي د ورځې په ناوخته ساعتونو کې ژوند د لاسه ورکړ په همدې ورځې خاورو ته وسپارل شو.
د شهزاده ترکي بن عبدالعزیز د جنازې په مراسمو کې د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز هم ګډون کړی وو.
هغه د جنازې نه وروسته د جنازې په مراسمو کې د ګډون کوونکو خواخوږي قبوله کړه.
د سعودي پاچا د خپل ورور د جنازې په مراسمو کې پداسې حال کې ګډون وکړ چې د سترګو نه يي اوښکې جاري وې.